کور / علمي / زماژوند جداوجهد / دخان عبدالغفارخان ژوند – ۹۷ برخه

زماژوند جداوجهد / دخان عبدالغفارخان ژوند – ۹۷ برخه

غورچاڼ: عبدالجبار فراز

۹۷
یوه ورځ غني سیوا ګرام ته راغی. پر ډوډۍ چي کښېناستو نو ګاندي جي ته یې وویل: نن ستا د زوکړي ورځ ده، زه په دې تمه دلته راغلم چي ښه چرګان او وریجي و غوښي به پخې سوي وي او زه به یې وخورم. خو نن هم هماغه بېخونده کډو دی. ګاندي جي ورته وخندل او ویې ويل: ته داسي وکه چي هر سهار دلته راځه او زموږ سره ډوډۍ خوره. غني ورته وویل چي زه د داسي بېخونده شیانو لپاره ولاکه دومره مزل کولای سم. دا خو یوه ټوکه وه تېره سوه. په دا سبا ګاندي جي وروغوښتلم او راته ویې ویل چي موږ تاسي لویان یو په یو رکم ګوزاره کولای سو، دا هلکوان باید راسره په تنګ نکړو او باید غني ته د ښه خوراک انتظام وکړو. ما ورته وویل چي هغه ټوکه وکړه جدي یې مه نیسه. ګاندي جي راته ټینګ سو ما هم پښه ورته کلکه کړه. چي هر څه یې وکړل ورسره ومي نه منله.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۹۸
په هندوستان کي چي هر څومره ګرځېدم هغومره زیات پوهېدم چي هندوان تر مسلمانانو په اقتصادي، سیاسي، ښوونیز او هر بل لحاظ مخکي دي. د دې پرمختګ په باب مي ډېر سوچ وکړ اخیر دې پایلي ته ورسېدم چي دا یوازي ګاندي جي، جواهرلال نهرو، مالویه، سردار پټېل، راجندر پرشاد، سوباش او راجګوپال اچاري نه دی چي د خپلو خلکو چوپړ وهي، بلکي په زرګونو نور پوه هندو مشران، ډاکټران او انجنیران لګیا دي شپه و ورځ د ولس د راویښولو او پوهولو کار کوي. دوی په داسي حال کي دې خدمت ته اوږه ورکړې ده چي د کلیوالو له خوا له سختو مقاومتونو سره مخامخ دي، مګر دوی هیڅ پروا نه په کوي او په پوره زغم و انرژي خپلي چاري مخته بیايي. د دوی یوه بله لویه ځانګړنه دا ده چي ژوند یې تر وروستي بریده ساده او له عام ولس سره یوشان دی. په ډېر لږ شي یې غاړه ایستلې ده او هیڅکله تر خپلو خلکو نه زیات اغوندي او نه زیات خوري. یو ځل د واردې د کلو د کارکوونکو غونډه وه، زه هم ورپېښ سوی وم. د دوی خوار و مسکین وضعیت ته چي مي وکتل ډېر مي زړه پر وسوځېد. مشر ته مي یې وویل چي د دې خادمانو معاش باید ورزیات کړل سي. دا خو په بېخي بد حالت کي دي. هغه هم راسره خوښه کړه. کله چي ما دا خبره هغوی ته یاده کړه نو د ټولو په استازیتوب یو پاڅېد او راته ویې ویل: نه خان صاحب، موږ په همدې مزدورۍ قانع یو. زموږ مشران چي تر موږ علاوه ژوند و امتیازات نه غواړي نو موږ بیا څوک یو چي دا خواهش ولرو؟
بل دا چي هندي شتمن او سوداګر له دغسي خوځښتونو سره په لکونو-لکونو مرستي کوي، مګر د مسلمانانو خانان یوه روپي په مرګ له ځانه نه بېلوي. چي د انګرېزانو یو خیرخواه وینې هغه به مسلمان وي. نو په داسي حال کي به څنګه مسلمانان تر هندوانو مخکي سي؟
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان