کور / راپور / طالبان وايي، که پاکستان بلنه ورکړي د عمران خان سره به وويني، خو د افغان دولت سره نه وينو

طالبان وايي، که پاکستان بلنه ورکړي د عمران خان سره به وويني، خو د افغان دولت سره نه وينو

د طالبانو د قطر د دفتر وياند سهيل شاهين وايي، چي که پاکستان دوی ته رسمي بلنه ورکړي دوی به هلته ورسي او د لومړي وزير عمران خان سره به وويني.

سهيل شاهين دا خبره داسي مهال کړې چي دوې ورځي وړاندي عمران خان په سپينه ماڼۍ کي د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د ليدني پر مهال وويل، چي دی به پاکستان ته د تللو وروسته د طالبانو سره وويني.

سهيل شاهين وايي: “موږ خو د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره وخت ناوخته وینو، نو که موږ له پاکستان څخه رسمي بلنه ترلاسه کړو، موږ سفر ورته کوو، لکه نورو هېوادونو ته چې يې کوو، ځکه چې پاکستان هم یو ګاونډی او مسلمان هیواد دی”.

ظالان پر داسي مهال د پاکستان د حکومت غوښتني ته په تمه دي چي افغان دولت هڅه کوي چي د سولي د خبرو لپاره طالبان د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښېني، خو طالبانو د افغان دولت دا غوښتنه په وارو وارو رد کړې او په ټينګار سره وايي چي د افغان دولت سره خبرو ته نه کښېني.

افغان دولت او نړيواله ټولنه وايي چي پاکستان په ښکاره د طالبانو ملاتړ کوي او د طالب مشرانو کورنۍ په پاکستان کي اوسېږي.

ددې ترڅنګ نړيوال او افغان دولت کره ثبوتونه وړاندي کړي، چي په پاکستان کي د طالبانو روزنيز مرکزونه سته او د آي ايس آی په مرسته جګړه ايزه روزنه ورکول کېږي.