کور / اقتصادي / طالب مشر ملا اختر منصور په کراچي کي د مليونونو کلدارو په ارزښت جائدادونه لرل

طالب مشر ملا اختر منصور په کراچي کي د مليونونو کلدارو په ارزښت جائدادونه لرل

د پاکستان تحقيقاتي اداره ( ايف بي آی) وايي، چي د طالبانو وژل سوي مشر ملااختر منصور په کراچي کي د کروړاو روپيو په اندازه کورونه او بانکي اکونټونه لرل.

د يادي ادارې په تازه راپور کي ويل سوي، چي ملااختر محمد منصور د کراچي په ګلشن معمار سيمه کي دوه پلاټونه او د ښار په نورو برخو کي څلور نور کورونه لرل چپ قيمت يې کروړونه روپۍ دی.

ايف آی اې وايي، چي ملا اختر منصور د ګل محمد او محمد ولي په نومونو دوه د بانک اکونټونه هم لرل او د عمار په نوم يو نفر دده د کاروبار او بانکي اکونټونو کنټرول په لاس کي درلود.

ملا اخترمحمد منصور وروسته له هغه د طالبانو مشر وټاکل سو، چي په ۲۰۱۵ کال کي ددغي ډلي مؤسس د ملامحمد عمر د مرګ خبر خپور سو.

خو له دې وړاندي د افغانستان د ملي امنيت ويلي وه، چي افغانستان د باوري مالوماتو له مخي، د دې خبرې تصدیق کوي چې د طالبانو مشر د کال ٢٠١٣ د اپریل په میاشت کي پاکستان کي مړ سوی دی”.

نړيواله ټولنه او افغانستان تل وايي، چي پاکستان د طالبانو پناه ځای دی او هلته د طالب مشرانو کورونه دي او آن هلته جنګي روزني هم ورکول کېږي.