کور / راپور / کندهار کي د چاودېدونکو توکو ډک موټر نيول سوی دی

کندهار کي د چاودېدونکو توکو ډک موټر نيول سوی دی

د کندهار چارواکي وايي، چي ددغه ولايت په پنځمه امنيتي حوزه کي ئې ملي امنیت ریاست ته نژدې د چاوديدونکو توکو ډک مازدا موټر نيولی، چي شاوخوا ۴۰۰۰ کيلو ګرامه چاوديدونکي مواد پکښي ځاي پر ځاي سوي وه.
د کندهار امنيه قومندان تادين خان وايي، چي د بريد موخه د ملي امنيت رياست وو، چي سيمي ته نژدې موقعيت لري.

ددغه پېښي د مخنیوي او د موټر د کشف له پاره د شپې د يوې نيمي بجې را وروسته د کندهار ښار او هوايي ډګر ترمنځ غځيدلی سړک د ټرافيکو پر مخ بند وو.

د کندهار ولايت مقام څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي:

“وسلوالو ترهګرو پلان درلود، چي تیره شپه لس نیمي بجې د پنځمي حوزې اړوند د ښوراندام پر کوتل د ملي امنیت پر ریاست لوی ترهګریز برید وکړي او دوی او غوښتل دغه برید د یو عراده شپږ ټیره مازدا موټر په مرسته، چي د ۴ څخه تر پنځو ټنو پوري چاودېدونکي بارود پکښي بار وه، ترسره کړي”.

خبرپاڼه زياتوي، د پیښي په سیمه کي یو بل فلډر موټر هم نیول سوي، چي د پیښي سره یې مستقیم تړاو درلود او ورسره یو شکمن کس هم د ملي امنیت ځواکونو له لوري نیول سوی، چي دمګړی تر پوښتنو لاندي دی.

تر دې وړاندي د پنج شنبې په ورځ هم د ملي امنیت ځواکونو د ښار په ۱۲ حوزه کي د چاودیدونکو توکو څخه ډک یو عراده موټرسایکل کشف او خنثی کړ.