کور / راپور / کندهار چارواکي: ۶۱ طالب وسلوال وژل سوي دي

کندهار چارواکي: ۶۱ طالب وسلوال وژل سوي دي

د کندهار د پولیسو مشر جنرال تادین خان وایي، پرون شپه د کندهار پر ښورابک او ریګستان ولسوالیو د دښمن د بریدونو پر وړاندې د مقاومت او بمبارد په پایله کي ۶۱ وسله وال طالبان وژل سوي او ۳۰ نور ټپیان سوي دي.

د کندهار امنیه قومندان تادین خان پر خپله رسمي ټویتر پاڼه لیکلي ” پرون شپه د کندهار د ښورابک او ريګستان پر ولسواليو د دښمن له خوا بريدونه وسول، چي د بمبار او مقاومت پرمهال ۶۱ طالبان ووژل سول او تر ۳۰ زيات زخميان دي”.

ښاغلی تادین خان زیاتوي، چي  د استخباراتي معلوماتو له مخي د پاکستان له خوا کاماز موټرونه راغلي او د دښمن مړي يې انتقال کړي دي.

بل خوا وسله والو طالبانو تیره شپه د میوند ولسوالۍ په کلا ښامیر کي د ملي پولیسو پر دو پوستو حمله کړې .

 دغه جګړې چي تر سهار څلورو بجو یې دوام کړي همهاله سیمي ته د ملي اردو د کومکي سرتیرو پرهاموي ټانګ چاودنه هم سوي.

په دواړو پیښو کي ۶ د ملي اردوسرتیري او يو ملي پولیس وژل سوي او دغه راز ۶ ملي پولیس ټپیان سوي دي .