کور / #PTM / په جنوبي وزيرستان کي د علي وزير او محسن داوړ د خوشي کولو لپاره پراخ لاريونونه پيل سوي دی

په جنوبي وزيرستان کي د علي وزير او محسن داوړ د خوشي کولو لپاره پراخ لاريونونه پيل سوي دی

پرون د جنوبي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کي د علي وزير او محسن داوړ د خوشي کېدو لپاره په زرګونو کسان راټول سوي وه او د پاکستاني پوځ د وحشتونو پر ضد ئې شعارونه ورکول.

په مرکز ميرانشاه کي د پريس کلب مخي ته په زرګونو راټول سويو کسانو غوښتنه کول چي د مي مياشتي د ۲۶ نېټې د خړ کمر پېښه دي په ازادانه توګه وڅېړل سي او په پېښه کي ښکېلو کسانو ته دي سزا ورکول سي

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه په خړ کمر سيمه کي د پاکستان پوځ د پي ټي ايم پر کاروان بريد وکړ او ۱۶ تنه ولسي وګړي ئې شهيدان او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

له پېښي سمدستي وروسته پوځ د پي ټي ايم يو فعال او په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازی علي وزير ونيوی او زندان ته ئې واچوی.

له پېښي څو ورځي وروسته د جنوبي وزيرستان استازی محسن داوړ هم د پوځ په اشاره ونيول سو او پرته له کوم ثبوت څخه په زندان کي شپې سبا کوي.

د خړ کمر پېښي وروسته پوځ شمالي وزيرستان ته د خوراکي توکو پر لېږلو بنديز لګولی دی، هلته ګرځبنديز لګېدلی اود بشري حقوقو سازمان ته اجازه نه ورکول کېږي، چي د وزيرستان حالات له نژدې وګوري.