کور / راپور / د پاکستان مخالف اپوزيسيون غونډو زور اخيستی دی

د پاکستان مخالف اپوزيسيون غونډو زور اخيستی دی

د پاکستان مخالف سياسي ګوندونو د جولای ۲۵ نېټه د توري ورځي په نوم نوموولې ده او په همدې تړاو ئې تېره ورځ په کوټه، پېښور او د پاکستان په کراچي ښار کي ستر لاريونونه کړي دي.

په کوټه کي د حکومت ضد احتجاج کي په زرګونو کسان راټول سوي وه او د پوځ ضد ويناوي پکي وسوې.

د مسلم ليګ نواز ګوند مشري او د پروېز مشرف لور مريم نواز غونډي ته په وينا کي وويل، چي نورپه دې ملک کي ټاکل سوی وزیر اعظم نه مني. هغې په خپله وینا کي له ولسه ژمنه واخیسته، چي د حکومت خلاف به په اسلام اباد کي ستر لاریون کوي.

دې وویل د حکومت خلاف ځکه راوتلي دي چي جمهوریت په خطر کي دی، ګراني ورځ تر بلې زیاتېږي، پر میډیا بندیزونه دي. نو د ولس په ملګرتیا به ملک له دې دروند کړکيچ بحرانه راباسي. د دې په خبره له کله چي د عمران خان حکومت راغلی دی په دې ملک کي هره ورځ توره ورځ ده.

د نېشنل پارټۍ مشر ډاکټر مالک بيا په خپله وینا کي وویل، په پاکستان کي دوی تل د جمهوریت ژغورلو لپاره مبارزه کړې ده، هغه که د جنرل ایوب خان مارشل لا وه یا د پوځي دیکتاتور جنرل ضیالحق واکمني وه، که د جنرل مشرف دور وو یا هم اوس، دوی به هېڅکله د ولس له حکمرانۍ پر شا نه سي.

هغه زیاته کړه چي دلته پر پښتون تحفظ مومنټ بندیزونه لګول کيږي. دوه منتخب پارلیماني غړي علي وزیر او محسن داوړ یې له اییني حقه بې برخې کړي دي او پارلمان ته د راوستلو اجازه نه ورکول کيږي.

غونډي ته نورو سياسي مشرانو او ولسي وګړو ويناوي وکړې او د پاکستاني پوځ د ظلمونو او وحشتونو پر وړاندي د مبارزې تېزولو لپاره ئې ږغ اوچت کړ.