کور / نوميالي / زما ژوند جداوجهد / د خان عبدالغفار خان ژوندليک – ۱۰۰ برخه

زما ژوند جداوجهد / د خان عبدالغفار خان ژوندليک – ۱۰۰ برخه

غورچاڼ: عبدالجبار فراز

۱۰۰
د کوټي په دوره کي پر ډېرو سیمو وګرځېدم. د هغه ځای اوسېدونکو پښتنو مشرانو لکه عبدالصمد اڅکزي او نورو مي ډېر درنښت وکړ. ګڼ ولس ته مي ویناوي وکړې او د پښتنو له روان وضعیت، دنیا او سیاسي دار و مدار څخه مي باخبره کړل. یو شی مي دا محسوس کړ چي د دې ځای پښتانه د پېښور له پښتنو څخه سخت بېزاره او خوابدي ول. تر تحقیق وروسته راته مالومه سوه چي دا ټول د پېښور د ځینو غلامو سیاستوالو له وجي د هغوی دغسي کینه راپارېدلې وه. هغوی چي دلته حاکمان ول نو د حکومت په لمسه او د انګرېزانو د خوشحالولو لپاره یې ډېر بد-بد ظلمونه کړي ول. ما دوی ته وویل چي تاسي د یو څو غلامانو په ګناه ټول پېښوریان مه نیسئ. له هغوی څخه موږ هم تر پزي راغلي یو. هلته په خپله سیمه کي یې هم پر خپلو وروڼو له هیڅ ډول زورزیاتي څخه درېغ نه دی کړی. دا د انګرېزانو د هغه پلان یوه برخه ده چي غواړي ورور د ورور پر وړاندي ودروي.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۱۰۱
عبدالصمد اڅکزي راته وویل چي باید د بلوڅانو سیمې ته هم ورسم. ما هم بېدرېغه ورسره ومنله. هلته چي ولاړو، ښه ډېر خلک په خورا جوش و خروښ راغونډ سوي ول. زما سره د بلوڅانو یو مشر محمدامین کوسو هم ملګری وو. غونډه چي پیل سوه که مو کتل د بلوڅانو یو رییس راغی شاوخوا یې وکتل جلسه یې تر نظره وایسته او ولاړ. له هغې خوا یې څو په تبرونو سمبال کسان له ځان سره راوستل، په غونډه راګډ سول او د خلکو په وهلو یې شروع وکړه. هر سړی به یې سیده پر دا سر واهه. غونډه وال ترهي واخیستل او په منډه سره خپاره سول. خلک چي وتښتېدل رییس او ملګري یې راغلل تر ما، کوسو او ډاکټر چیت رام راتاو سول. غوښتل یې موږ هم وبېروي. چیت رام او کوسو یې پر سر په تبر ووهل هغوی له چوکیو ولوېدل. زه لا پر خپل ځای ناست وم. دغه ورځ مي سره هم خرېیلی وو او لڅ سر ناست وم. هره شېبه مې د یوه درانه ګوزار تمه لرله، مګر هوډ مي کړی وو چي تښتم به نه. پر ما شاوخوا تاو راتاو سول. چي ویې لیدل زه خار نه خورم، نو خپله یې میدان پرېښود. زه راپاڅېدم. ملګري مي وکتل. له کاره لوېدلي ول، په تېره د کوسو خو بېخي حالت خراب وو. دا ډاکوګان د امین او چیت رام خورا نژدې یاران هم پاته سوي ول او ښه ډېري مرستي یې ورسره کړي وې. دا کار یې د هغې سیمې د یوه هندو سیاسي مشر په اشاره کړی وو. مازیګر همدا سیاسي مشر له څو کسانو سره راغی او پر هغو بدماشانو د عرض کولو غوښتنه یې راڅخه وکړه. ما ورته وویل موږ خدايي خدمتګاران یو، له چا څخه بدل نه اخلو، بلکي خدای ته یې پرېږدو. زما په دې جواب هغه ډېر خړمخی سو.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان