کور / راپور / افغان چارواکي: په راتلونکو دوو اونيو کي به د طالبانو سره مخامخ خبري پيل سي

افغان چارواکي: په راتلونکو دوو اونيو کي به د طالبانو سره مخامخ خبري پيل سي

د افغانستان د سولي چارو وزارت وايي، چي تر راتلونکو دوو انيو پوري به د د افغان دولت او وسلوالو  طالبانو ترمنځ امخامخ  خبري پيل سي.

د ياد وزارت څخه په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي چي دا مهال افغان دولت د طالبانو سره د ۱۵ کسيز پلاوي پر ټاکلو غور کوي.

دا اعلامیه وايي “د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو د کيدو لپاره د حکومت د هڅو پر دوام، دغه خبرې اترې تر راتلونکو دوو اونیو پیلیږي. د سولې په چارو کي د دولت وزارت له ښکيلو اړخونو سره د ۱۵ کسیز پلاوي په ټاکلو کار او مشورې پیل کړې دي او دا مهال د خبرې کړونکي پلاوي نوملړ په وروستي کيدو دی”.

اعلاميه وايي، چي په دغه پلاوي کي به ځيني هغه کسان هم شامل وي چي د قطر په پلازمېنه دوحه کي ئې د طالبانو سره کتلي وه.

اعلامیه وایي ” د افغانستان د دولت پلاوی د علماوو، ښځو او مدني ټولنې د غړو په ګډون د بېلابېلو اقشارو استازولي کوي”.

د ولسمشر وياند صديق  صديقي هم وايي، چي افغان حکومت د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د مرکچي پلاوي د غړو په سر په خبرو بوخت دی.

ښاغلي صدیقي وویل “مهمه مسله په جزئیاتو کي دا ده، چي څنګه وکولی سو، چي مونږ یو هیئت جوړ کړو، ورباندې کار کوو او غواړو، چي هغه نهايي کړو”.

په دې هکله تراوسه وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي.