کور / راپور / د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاين لومړۍ ورځ پيل سوه

د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاين لومړۍ ورځ پيل سوه

نن د يکشنبې ورځ د زمري مياشتي ۶ نېټه چي د جولای د ۲۸ نېټې سره سمون خوري د ولسمشريزو ټاکنو کمپاينونه رسما پيل سول.

د ټاکنيزو چارو مسؤولينو خبرداری ورکړی دی، چي ولسمشريزو ټاکنو ته نوماندان بايد د ټاکنيز کمپاين پر مهال اصول مراعت کړي او له سرغړونو څخه ډډه وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، چي هر نوماند ۴۴۱ مليونه افغانۍ  چي پنځه نيم ميلونه ډالر کېږي د خپل کمپاين لپاره مصرف کړي.

د کمېسون په خبره، د ټاکنيز کمپاينونو  لپاره ئې د پخوا په پرتله  د لګښت کچه له ۴۰ برابره ډېره کړې

دغه کمپاينونه چي نن پيل سول ۶۰ ورځي به دوام کوي او د ټاکنو څخه ۴۸ ساعته وړاندي به بندېږي.

د ټاکنیزو کمېسیونونو مسؤلین وايي، کاندیدان باید د کمپاین پرمهال د یو بل له تخریب، ګډوډۍ، په پوځي ځایونو کې له کمپاین، له بهرنیو مرستو له تر لاسه کولو او دولتي امکاناتو له کارولو څخه په ډډه وکړي.

ټولو قوانیونو او مقرارتو ته درناوی، نورو کاندیدانو ته درناوی، په برابره توګه رسنیو ته لاسرسی، د کمپاین مودې رعایتول، د مالي راپور وړاندې کول او داسې نور هغه څه دي، چي د ټاکنیزو کمېسیونو په وینا کاندیدان یې باید د کمپاین په موده کې مراعات کړي.

افغان دولت د ټاکنو او کمپاين لپاره د بشپړ امنيت ډاډ ورکړی دی .

د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو ته د ولسمشر اشرف غني په ګډون ۱۸ کسانو ځانونه کانديدان کړي دي او ټاکني به د ميزان مياشتي پر ۶ نېټه ترسره کېږي.