کور / راپور / پاکستان کي د مخالف ګوندونو د احتجاج وروسته د اپوزيسيون غړي نيول کېږي

پاکستان کي د مخالف ګوندونو د احتجاج وروسته د اپوزيسيون غړي نيول کېږي

وروسته له هغه چي په پاکستان کي د متحده اپوزيسيون لخوا د حکومت خلاف لاريونونه پيل سوي دي، واکمن تحريک انصاف ګوند د سياسي مخالفينو ګرفتارولو ته زور ورکړی دی.

تحريک انصاف ګوند چي د پوځ په بشپړ ملاتړ واک ته رسېدلی دی، هڅه کوي چي خپل مخالف سياسي ګوندونه وځپي او د هغوی فعاليتونه محدودوي.

تحريک انصاف ګوند دپوځ په غوښتنه د مسلم ليګ نواز ګوند مشر نواز شريف په ګډون ګڼ مخالف سياسيون نيولي دي او د هغوی پر ضد ئې د فساد مقدمې درج کړي دي.

د سیاسي مخالفیونو د نیولو په دغه لړۍ کي تېره ورځ  د سر ښار اسلام اباد ضلعي انتظامېې د کرايه دارۍ قانون د سرغړوني په تور د پخواني وزېر اعظم نواز شرېف نژدې ملګری عرفان صدېقي نېولی.

تېره ورځ هم د پنجاب حکومت په لاهور کي د احتجاجي غونډې په ترڅ کي امنېت ته د زيان رسولو او عامو خلکو ته ستونزي جوړوولو په تور د یو شمیر مخالفه سیاسي ګوندونو د سیاستدارانو او کارکونکو پرضد ١٩٠٠ قضیې درج کړي دي.