کور / راپور / ديني علماء: ملاامامان دي د امير امان الله خان کارنامې په خطبو کي بيان کړي

ديني علماء: ملاامامان دي د امير امان الله خان کارنامې په خطبو کي بيان کړي

تېره ورځ په کابل کي يو شمير ديني علماء ددې لپاره راغونډ سوي وه، چي د افغاننستان د ازادۍ د ۱۰۰ تلين په هکله علماء او د جومات  ملا امامان وهڅوي، ترڅو د امان الله خان کارنامې په خطبو او عامه محفلونو کي خلګو ته روښانه کړي.

د افغانستان د حج او قافو وزیر عبدالحکیم منیب په ياده غونډه کي پر ټولو علماوو غږ وکړ چي د غازي امان الله خان هغه کارنامې چي افغانان ئې خپلواکۍ ته ورسول، د خطبو پر مهال په جوماتونو کي بیان کړي.

نوموړي وويل: “ده زیاته کړه: زه په ټولو علماوو او په جوماتونو کي پر ملا امامانو غږ کوم او هیله ترې کوم چي د خپلواکۍ د ورځې د ارزښت په تړاو خلکو ته ویناوې وکړي او د جمعې د ورځې په خطبو کي د خپلواکۍ د بېرته تر لاسه کولو په اړه د غازي امان الله خان هغه کارنامې چي افغانان یې خپلواکۍ ته ورسول، بیان کړي، ځکه دا د ټولو مسؤلیت دی.”

سږ کال د افغانستان د ازادۍ ۱۰۰ کليزه ده، چي د حکومت لخوا د شانداره تدابيرو د نيولو راپورونه ورکول کيږي.