خليلزاد: د امريکا سره تر تړون وروسته به طالبان د افغان دولت سره خبري کوي
Aziz Rahman Hazim
د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، چي د طالبانو او افغان لوري ناسته به د امريکايي لوري سره د هوکړي وروسته کېږي.
زلمي خليلزاد په خپل تازه ټويټ کي ويلي، چي د افغانانو خبري به د امريکايۍ غاړې او طالب استازو له خپلمنځيو هوکړو وروسته د طالبانو او يوې ټول شمولې ملي مرکچي ډلې ترمنځ وسي.
Lot of chatter in Kabul about intra-Afghan negotiations. To clarify, those negotiations will occur after we conclude our own agreements and… (1/2)
— U.S. Special Representative Thomas West (@US4AfghanPeace) July 27, 2019
زلمي خليلزاد پر داسي مهال دا خبره کړې چي تېره ورځ افغان دولت وويل، چي په راتلونکو دوو اونيو کي به د طالبانو او افغان دولت ترمنځ رسمي خبري پيل سي.
د افغانستان د سولي چارو وزارت وايي، چي تر راتلونکو دوو انيو پوري به د د افغان دولت او وسلوالو طالبانو ترمنځ امخامخ خبري پيل سي.
د ياد وزارت څخه په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي چي دا مهال افغان دولت د طالبانو سره د ۱۵ کسيز پلاوي پر ټاکلو غور کوي.
دا اعلامیه وايي “د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو د کيدو لپاره د حکومت د هڅو پر دوام، دغه خبرې اترې تر راتلونکو دوو اونیو پیلیږي. د سولې په چارو کي د دولت وزارت له ښکيلو اړخونو سره د ۱۵ کسیز پلاوي په ټاکلو کار او مشورې پیل کړې دي او دا مهال د خبرې کړونکي پلاوي نوملړ په وروستي کيدو دی”.
اعلاميه وايي، چي په دغه پلاوي کي به ځيني هغه کسان هم شامل وي چي د قطر په پلازمېنه دوحه کي ئې د طالبانو سره کتلي وه.
اعلامیه وایي ” د افغانستان د دولت پلاوی د علماوو، ښځو او مدني ټولنې د غړو په ګډون د بېلابېلو اقشارو استازولي کوي”.
د ولسمشر وياند صديق صديقي هم وايي، چي افغان حکومت د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د مرکچي پلاوي د غړو په سر په خبرو بوخت دی.
ښاغلي صدیقي وویل “مهمه مسله په جزئیاتو کي دا ده، چي څنګه وکولی سو، چي مونږ یو هیئت جوړ کړو، ورباندې کار کوو او غواړو، چي هغه نهايي کړو”.
په دې هکله تراوسه وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي.