کور / راپور / طالبانو د افغان دولت سره مخامخ مذاکرات رد کړي دي

طالبانو د افغان دولت سره مخامخ مذاکرات رد کړي دي

طالبانو د افغان دولت هغه څرګندوني رد کړې چي ګڼي دوې اونۍ وروسته به افغان دولت د طالبانو سره مخامخ خبري وکړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چي دا ډول هيڅ پلان نسته چي د افغان دولت سره دي موږ مخامخ خبرو ته کښېنو.

نوموړي په يوه خبرپاڼه کي ويلي، چي ترهغو به د افغان دولت سره خبرو ته نه کښېني، ترڅو چي امريکايي ځواکونو له افغاستان څخه د وتلو مهالوېش اعلان کړی نه وي.

مجاهد وايي، چي په بين الافغاني مذاکراتو کي به افغان دولت د يو برخه وال په توګه برخه اخلي، نه دا چي افغان دولت به د خبرو دويم لوری وي.

طالبانو پر داسي مهال دا خبره کړې، چي د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، چي د طالبانو او افغان لوري ناسته به د امريکايي لوري سره د هوکړي وروسته کېږي.

زلمي خليلزاد په خپل تازه ټويټ کي ويلي، چي د افغانانو خبري به د امريکايۍ غاړې او طالب استازو له خپلمنځيو هوکړو وروسته د طالبانو او يوې ټول شمولې ملي مرکچي ډلې ترمنځ وسي.

زلمي خليلزاد پر داسي مهال دا خبره کړې چي تېره ورځ افغان دولت وويل، چي په راتلونکو دوو اونيو کي به د طالبانو او افغان دولت ترمنځ رسمي خبري پيل سي.

د افغانستان د سولي چارو وزارت وايي، چي تر راتلونکو دوو انيو پوري به د د افغان دولت او وسلوالو  طالبانو ترمنځ امخامخ  خبري پيل سي.

د ياد وزارت څخه په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي چي دا مهال افغان دولت د طالبانو سره د ۱۵ کسيز پلاوي پر ټاکلو غور کوي.

دا اعلامیه وايي “د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو د کيدو لپاره د حکومت د هڅو پر دوام، دغه خبرې اترې تر راتلونکو دوو اونیو پیلیږي. د سولې په چارو کي د دولت وزارت له ښکيلو اړخونو سره د ۱۵ کسیز پلاوي په ټاکلو کار او مشورې پیل کړې دي او دا مهال د خبرې کړونکي پلاوي نوملړ په وروستي کيدو دی”.

اعلاميه وايي، چي په دغه پلاوي کي به ځيني هغه کسان هم شامل وي چي د قطر په پلازمېنه دوحه کي ئې د طالبانو سره کتلي وه.

اعلامیه وایي ” د افغانستان د دولت پلاوی د علماوو، ښځو او مدني ټولنې د غړو په ګډون د بېلابېلو اقشارو استازولي کوي”.

د ولسمشر وياند صديق  صديقي هم وايي، چي افغان حکومت د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د مرکچي پلاوي د غړو په سر په خبرو بوخت دی.

ښاغلي صدیقي وویل “مهمه مسله په جزئیاتو کي دا ده، چي څنګه وکولی سو، چي مونږ یو هیئت جوړ کړو، ورباندې کار کوو او غواړو، چي هغه نهايي کړو”.

په دې هکله تراوسه وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي.