کور / علمي / زما ژوند جداوجهد / د خان عبدالغفار خان لنډ ژوندليک – ۱۰۲ برخه

زما ژوند جداوجهد / د خان عبدالغفار خان لنډ ژوندليک – ۱۰۲ برخه

راټولونکی: عبدالجبار فراز

۱۰۲
د مولانا محمداسحاق مانسهروي په نامه یو کس زما سره د خلافت خوځښت د مهال ملګری وو. خورا تکړه سړی وو. ډېري منډي ترړي یې هم راسره کړي وې. خو چي د مسلم لیګ و انګرېزانو تخریباتو زما په وړاندي زور واخیست نو ده هم تېل پر وپاشل. یوه ورځ یې په یوه وینا کي وویل چي باچا خان چي د پینډۍ غونډي ته راغلی وو ټوله ورځ یې لمونځ ونکړ، کله چي مسلمانانو او هندوانو قران او ګیتا ورته وړاندي کړل، نو ده په ډېره بېباکۍ قران په کیڼ او ګیتا په راسته لاس واخیسته. د ده دا ټولي خبري درواغ وې. اصل کیسه داسي وه چي نوموړی هغي جلسې ته راغی، ما ته یې وویل چي زه د دغو خلکو په غونډو کي ګډون نه کوم خاص ستا په خاطر راغلم ځکه ته رښتینی د اسلام مجاهد یې او یو ساعت وروسته بېرته ولاړ. بل دا چي ما ته هیچا نه قران او نه هم ګیتا وړاندې کړې وه. موږ ته په کار ده چي دغسي سوستان د دین ستني ونه بولو، کنه د دین بنسټ به مو خپله په لوی لاس ورمتزلزل کړی وي.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۱۰۳
کله چي په سرحد صوبه کي د خدايي خدمتګارانو حکومت جوړ سو، نو زما ورور ډاکټر خانصاحب یې وزیر اعلی سو. ما به دی له انګرېزانو سره له ناستي ولاړي منع کاوه. اخیر یې جواهر لال نهرو ته شکایت وکړ. هغه زه کښېنولم او راته ویې ویل چي داسي مه کوه دا د تهذیب خلاف عمل دی. ما ورته وویل هغه تهذیب به نو زما څه په ښه راسي چي له خپل قوم او خېله مي پردی کړي او هغوی ته مي پر پښو ودروي. اخیر یې ډېر زور راباندي راوست. ما هم ځان غلی کړ. لیدل به مي چی خانصاحب له انګرېزانو سره خپلي اړیکي بېخي زیاتي کړې. کله به دی د هغوی او کله به هغوی د ده مېلمانه ول. ورو-ورو یې د خانصاحب نظر د خپل قام په باب بېرته هماغه پخوا غوندي کړ. ما په ډېرو تکلیفونو رااړولی وو، مګر په یو څو میاشتو کي واوښت. د ده په اند انګرېزان پاک او صادق خلک ول. دا بېخي سمه نه وه. انګرېزان یوازي د خپلو خلکو او خپل هیواد پر برابر پاک او صادق خلک ول، زموږ په وړاندي بیا تر دوی ناپاک او منافق انسانان په ټوله دنیا کي نه پیدا کېدل. په دې کي د خانصاحب ګناه نه وه، د ده پر ځای چي هر څوک وای ناکامېدی. له دغه حالته د ځان ساتلو یوازنۍ لار له انګرېزانو لار چپول وو. هغوی به مخامخ د ده صفتونه او غوړه مالۍ کولې، مګر تر شا به یې بیا دسیسې ورته جوړولې. اخیر یې ان د خپلي کورنۍ پر ضد هم دراوه.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان