کور / راپور / کورنيو چارو وزارت: د امرالله صالح پر دفتر ټول بريدګر وژل سوي، تصفيوي عمليات روان دي

کورنيو چارو وزارت: د امرالله صالح پر دفتر ټول بريدګر وژل سوي، تصفيوي عمليات روان دي

پرون يکشنبه  ماځيګر د امرالله صالح په مشرۍ د (زرغون بهير) پر دفتر بريد سوی او ګڼه مرګژوبله ئې واړول.

بريد ماځيګر ۴ بجې او پنځه څلوېښت دقېقې وسو.

د کورنيو چارو وزارت وايي، لومړی د ښاغلي صالح پر دفتر چاودنه وسوه، ورپسې وسلوال دفتر ته ننوتل، چي سمدستي د چټک غبرګون قطعې سرتېري سيمي ته ورسېدل.

په دغه پېښه کي امرالله صالح ته کوم زيان نه دی رسېدلی، خو په لومړيو کي داسي خبرونه خپاره سوه چي ګڼي نوموړی ژوبل سوی دی.

خو وروسته پر خواله رسنيو د هغه عکسونه خپاره سوه، چي نوموړی پکي روغ دی، خو پر چپه مټ ئې د وينو داغ ښکاري.

تر دې دمه په  برید کي د دوو کسانو د وژل کیدو او د ٢٥ کسانو د زخمي کېدو پخلی سوی دی.په  دوو وژل سویو کسانو کي یوه یې ښځه ده.

امرالله صالح په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کي د اشرف غني لومړی مرستيال دی.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چي د ټولو بريدګرو په وژلو سره بريد پای ته رسېدلی دی او د نورو مالوماتو لپاره به وروسته جزئيات خپاره کړي.

دا بريد پر داسي مهال کېږي، چي تېره ورځ د ولسمشريزو ټاکنو لپاره کمپاينونه په رسمي توګه پيل سول.

د افغانستان ولسمشريزي ټاکني به د ميزان مياشتي پر ۶ نېټه ترسره سي او دغه ټاکنو ته د ولسمشر غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په ګډون ۱۸ کسانو ځانونه کانديد کړي دي.