کور / رسنۍ / د ټاکنیز کمپاین ۸ ګټوري لاري

د ټاکنیز کمپاین ۸ ګټوري لاري

لیکوال: علي الله متوکل الرحمن

د اولس مشری لپاره ټاکنیز کمپاین خورا په چټکی سره روان دئ. فکر مه خرابوئ، کمپاین اوس نه، بلکي میاشتي مخکي په پټه او ښکاره شروع سوی دئ. هر کاندید ته د کمپاین لپاره یوازي د ۴۲ میلیونو افغانیو لګولو حق ورکړل سوی دئ. خو کاندیدان په یوه او بله لار تردي هم زیاتي پېسي مصرفوي. نو ما خبره دا کول، چي موږ ددي هیواد اوسېدونکي یو، که حق خبري ته غاړه سره کښېږدو نو دا پیسي خورا ډېري دي، آن د هرڅومره قوي کاندید پر کمپاین هم ډېري دي. یوازي او یوازي و یو ښه پلان ته اړتیا سته. (او پلان درلودل ډېره اسانه خبره ده)

و نړیوالو کمپاینونو او خپلي ټولني ته په کتلو مو ځیني اړیني لارښوني دلته را اخیستي دي. یوه خبره به روښانه کړم، دا یوازي یو څو دي، تردي ډېري او ښې لاري نوري هم سته. چي هغه بیا و عملي میدان ته ضرورت لري.

۱.  د ګټلو لپاره څومره رایو ته اړتیا لرې
و ځانته معلومه کړه، چي څومره رایي پخي لرې او د څومره رایو لپاره باید کوښښ وکړې. د خلکو طبقې ټارګیټ که، مثلاً ځوانان یا زده کونکي. منطقي ټارګیټ که، مثلاً ځینو ځایونو کي رایه لرې، کوښښ وکه هغه ځایونو کي ځان ښکاره کړې، چيري چي ستا د رایې امکان لږ وي.

۲. له نورو سره توپیر ولره

سیاست یو پرتلېزه لوبه ده. باید له نورو سره توپیر ولرې. که څه هم کاندیدان بېل بېل کوښښونه کوي، خو ستا لپاره لازمه ده، چي داسي څه وکړې چي د رایې اچوني په ورځ د کاندیدانو پر خوله، زړه او دماغ یوازي ستا نوم وي. او داسي کار ډېر اسانه دئ.

۳. د رایه اچونکو ذهن بدل کړه

رایه اچونکي باید یوازي ستا په اړه فکر وکړي. د خلکو څخه به په لاس کي ښه او قیمتي سامسونګ یا هواوي مبائل وي، خو خبري به د ایفون په هکله کوي. ایا پوهېږئ، نړۍ کي ایفون درلودل نسبت نورو تلیفونو ته د شتمنۍ نښه ده. همداسي، ته باید یو برانډ و اوسي، که څه هم ته هیڅ یې، خو خلک باید پر تا حساب وکړي او یو څوک دي وبلي. ددي لپاره ډېري اسانه لاري سته.

۴. یوازي د ځان لپاره منډي مه وهه

د خلکو ژوند، احساسات او افکار په نظر کي ونیسه. خلک څه غواړي، کله ئې غواړي او څنګه ئې غواړي؟، ددي ټولو شیانو په اړه فکر وکړه. یوازي د ځان د بریا غم مه خوره. د خپلي بریا لپاره د اولس بریا په نظر کي ونیسه. که رښتیا هم ته اولسمشر سوې، نو څه کولای سې- اوس ئې لا د خلکو سره شریک کړه. خلک څه غواړي؟ ددي معلومول ډېره ساده خبره ده.

۵. پوښتني اړیني دي

د نه پوهېدو په صورت کي پوښتنه وکړه. او رایه اچونکي هم پرېږده، چي ستا څخه پوښتنه وکړي. یعني خبري لږ او غوږ نیول ډېر کړه. دي کي څه ستونزه ده؟

۶. لیکلی پلان لویه اساني ده

که کوم ځای ته سفر لرې او نقشه در سره نه وي، نو هدف ته نه رسېږې. بس همداسي، تر کمپاین مخکي باید لیکلی پلان ولرې او دا پلان باید د میز په جابه کي نه وي پروت، بلکي هره ورځ ئې وګوره او تعقیب ئې کړه.

۷. پر پیسو دي پام کوه

دا خورا اړین ټکی دئ. د کمپاین مخکي او جریان کي به دي پر راټوله سوې بدیجه نظر وي، د پلان له مخي به مصرف کوې. ښاغلې کاندید صاحب! دا ستا پر شا و خوا چي ته کوم خلک وینې، ډېر کم ئې د خدمت په موخه راټول سوي دي. اعلانات، هره ورځ میلمستیا او خلکو ته پیسي ورکول شروع وي، نو داسي نه چي د کمپاین په منځ کي ټولي پیسې خلاصي سي.

یو ښه بجټ پلان او ایکسپینسیز پلان جوړول خورا اسانه کار دئ، عملي کول ئې یو څه ستونزمنه ده، خو دومره هم نه.

۸. له پټو لارو کار واخله
ځیني داسي لاري سته، چي د کامیابۍ چانسونه دي یو په دوه کوي. دي لارو باندي ستا خپل کمپاینران هم در څخه خبر نه سي. لاري ډېري دي، دلته ئې یادونه مناسبه نه راته ښکاري.

یاداښت: د بریا لپاره باید یوازي پر دغه ټکو باندي تمرکز و نه سي، سلګونه نور شیان هم سته، خو دلته موږ یوازي هغه اړین او چي په ابتداء کي ضرورت ورته سته را ټول کړه.