کور / راپور / فضل الرحمن: که تحريک انصاف تر اګسټ پوري استعفا‌ء ورنه کړي، اسلام اباد ته ستر لاريون کوو

فضل الرحمن: که تحريک انصاف تر اګسټ پوري استعفا‌ء ورنه کړي، اسلام اباد ته ستر لاريون کوو

د پاکستان د مذهبي ګوند جميعت اسلامي ف مشر مولانا فضل الرحمن ويلي، چي که حکومت د اګسټ مياشتي پوري استعفا ورنه کړي، نو دوی به په اکتوبر کي اسلام اباد ته يو ستر مارچ وکړي.

نوموړي چي د کوټي مارچ کي ئې خبري کولې وويل، چي په ملک کی نوي انتخابات پکار دي او دا د ټولو سياسي ګوندونو غوښتنه ده.

مولانا فضل الرحمن چي په اوسني حکومت کي هيڅ چوکۍ نه لري خورا په غوسه سوی او ويلي ئې دي، چي ددوی ګوند د حکومت څخه نه شي بېلېدلای.

مولانا فضل الرحمن يو له هغه ملايانو څخه دی، چي په افغانستان کي روانه جګړه جهاد بولي او د طالبانو په ښکاره ملاتړ هم کوي.

ويل کېږي چي نوموړی د استخباراتو او پوځ نژدې مذهبي کس دی، خو اوس د حکومت له ستري چوکۍ څخه ليري سوی دی.

له څو ورځو راهيسي په پاکستان کي مخالف سياسي ګوندونه راټول سوي او د حکومت ضد لاريونونه ئې پيل کړي دي.

اپوزيسون يا مخالف ګوندونه وايي، چي اوسنی حکومت د پوځ په ملاتړ راغلی دی، هيڅ ولسي ملاتړ نه لري او واکمن تحريک انصاف ګوند اوس د سياسي غچ لوبه شروع کړې ده.

دا لاريونونه پر داسي مهال ترسره کېږي، چي په پاکستان کي د بيان ازادي د سخت فشار لاندي ده او پوځ د ټول هيواد خبري رسنۍ سانسور کړي دي او ددې ترڅنګ پاکستان د سخت اقتصادي فشار سره هم مخ دی.

وروسته له هغه چي په پاکستان کي د متحده اپوزيسيون لخوا د حکومت خلاف لاريونونه پيل سوي دي، واکمن تحريک انصاف ګوند د سياسي مخالفينو ګرفتارولو ته زور ورکړی دی.

تحريک انصاف ګوند چي د پوځ په بشپړ ملاتړ واک ته رسېدلی دی، هڅه کوي چي خپل مخالف سياسي ګوندونه وځپي او د هغوی فعاليتونه محدودوي.

تحريک انصاف ګوند دپوځ په غوښتنه د مسلم ليګ نواز ګوند مشر نواز شريف په ګډون ګڼ مخالف سياسيون نيولي دي او د هغوی پر ضد ئې د فساد مقدمې درج کړي دي.

د سیاسي مخالفیونو د نیولو په دغه لړۍ کي تېره ورځ  د سر ښار اسلام اباد ضلعي انتظامېې د کرايه دارۍ قانون د سرغړوني په تور د پخواني وزېر اعظم نواز شرېف نژدې ملګری عرفان صدېقي نېولی.

تېره ورځ هم د پنجاب حکومت په لاهور کي د احتجاجي غونډې په ترڅ کي امنېت ته د زيان رسولو او عامو خلکو ته ستونزي جوړوولو په تور د یو شمیر مخالفه سیاسي ګوندونو د سیاستدارانو او کارکونکو پرضد ١٩٠٠ قضیې درج کړي دي.