کور / راپور / سند ايالت، د حکومت د بې پروايي له امله اورښتونو ۶۶ کسان مړه کړي دي

سند ايالت، د حکومت د بې پروايي له امله اورښتونو ۶۶ کسان مړه کړي دي

د پاکستان په سند ايالت کي د وروستيو بارانونو له امله ۶۶ کسان مړه سوي او تر ۷۰ زيات نور زخمي دي.

په سند ايالت کي يادو کسانو د تېري يوې مياشتي شديدو بارانونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سند ايالت اوسېدونکي د پاکستان دولت په دې تورنوي، چي ددوی لپاره بېړنۍ مرستي نسته او نه هم د اړتيا په وخت کي ددوی سره کومک کېږي.

د سيمي يو اوسېدونکی او مدني فعال شوکت حسين وايي: “ حکومت د سند ايالت ته د پردو په سترګه ګوري، دلته د ژوند او کار لپاره هيڅ نه کوي، آن حکومت د بېړنيو حالاتو په وخت کي هم ځان ناخبره اچوي، چي ښه بېلګه ئې د رواني مياشتي شديد اورښتونه دي، په دغه بارانونو کي د حکومت د ناغېړۍ له امله ۶۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.”

يو بل اوسېدونکی وايي، د حکومت ټول تمرکز پر پنجاب ايالت دی، د ملک ټول منابع او ښې ګڼي پنجاب ته رواني دي، خو غمونه او کړاوونه د ملک نورو خلګو ته پرېښودل سوي دي.

په سند ايالت کي د وروستيو بارانونو له امله تر ۱۰۰ زيات کورونه هم ويجاړ سوي دي.