کور / راپور / د امريکا د استخباراتو مشر د ټرمپ اداره پرېږدي

د امريکا د استخباراتو مشر د ټرمپ اداره پرېږدي

د امريکا د ملي استخباراتو ادارې مشر ډان ګوټس د ټرمپ له ادارې وځي.

ډان ګوټس ويلي، چي نور نه غواړي په ياده اداره کي پاتي سي.

ډان ګوټس يو له هغه کسانو دی چي د ټرمپ سره به ئې د روسيې او شمالي کوريا په هکله اختلاف کاوه.

ښاغلي کوټس په خپل استعفاليک کي ویلي چي د امریکا استخباراتي ټولنه په تېرو دوه نیمو کلونو کي- چي د هغه سروکار ورسره و- “له پخوا ډېره پياوړې سوې”.

هغه ليکلي: “بالاخره اوس په دې باور یم چي د دې وخت را رسېدلی چي په خپل ژوند کي نوی څپرکی پرانیزم”.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه ټويټ کي ليکلي چي ښاغلی کوټس به د اګست په نيمايي کي دنده پرېږدي او هغه به په کانګرس کي د تکزاس استازی جان راټکلېف دغې څوکۍ ته غوره کړي.

په تېره جنورۍ مياشت کي ټرمپ پر خپلو استخاباراتي مامورينو نيوکه وکړه او وئې ويل، چي هغوی په خپل کار کي ډېر سست دي.

ډونلډ ټرمپ باندي داسي نيوکي کيږي چي په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کي ئې د روسيې مرسته ترلاسه کړې ده.

په همدې اساس د استخاباراتي ادارې او ټرمپ ترمنځ کله کله اختلافات لوړي کچي ته وخېژي.