کور / راپور / د امرالله صالح پر دفتر پروني بريد ۲۰ کسان وژلي چي ډېر ئې ملکي وګړي دي

د امرالله صالح پر دفتر پروني بريد ۲۰ کسان وژلي چي ډېر ئې ملکي وګړي دي

پرون ماځيګر د “زرغون بهير” پر دفتر چي مشري ئې امرالله صالح کوي لومړی مټربم او ورپسې ډله ايز بريد وسو.

په دغه بريد کي د ۲۰ تنو د وژل کېدو او پنځوسو نورو د ژوبل کېدو خبر ورکول سوی دی.

په بريد کي درې تنه بريدګر ښکېل وه، چي لومړی د دفتر مخي ته موټربم چاودېدلی او وروسته بريدګر دفتر ته ننوتلي وه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن دوشنبه وویل، دغه برید د شپې لس بجې د درې واړو بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.

ښاغلي رحیمي وویل، چې په وژل شوو کسانو کې څلور امنیتي سرتېري او ۱۶ ملکي وګړي او په ټپیانو کي هم اوه امنیتي سرتېري او ۴۳ ملکي وګړي شامل دي.

پرون يکشنبه  ماځيګر د امرالله صالح په مشرۍ د (زرغون بهير) پر دفتر بريد سوی او ګڼه مرګژوبله ئې واړول.

بريد ماځيګر ۴ بجې او پنځه څلوېښت دقېقې وسو.

د کورنيو چارو وزارت وايي، لومړی د ښاغلي صالح پر دفتر چاودنه وسوه، ورپسې وسلوال دفتر ته ننوتل، چي سمدستي د چټک غبرګون قطعې سرتېري سيمي ته ورسېدل.

په دغه پېښه کي امرالله صالح ته کوم زيان نه دی رسېدلی، خو په لومړيو کي داسي خبرونه خپاره سوه چي ګڼي نوموړی ژوبل سوی دی.

خو وروسته پر خواله رسنيو د هغه عکسونه خپاره سوه، چي نوموړی پکي روغ دی، خو پر چپه مټ ئې د وينو داغ ښکاري.

امرالله صالح په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کي د اشرف غني لومړی مرستيال دی.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چي د ټولو بريدګرو په وژلو سره بريد پای ته رسېدلی دی او د نورو مالوماتو لپاره به وروسته جزئيات خپاره کړي.

دا بريد پر داسي مهال کېږي، چي تېره ورځ د ولسمشريزو ټاکنو لپاره کمپاينونه په رسمي توګه پيل سول.

د افغانستان ولسمشريزي ټاکني به د ميزان مياشتي پر ۶ نېټه ترسره سي او دغه ټاکنو ته د ولسمشر غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په ګډون ۱۸ کسانو ځانونه کانديد کړي دي.