کور / راپور / راپور: پاکستان به ډېر ژر طالبان اسلام اباد ته وغواړي

راپور: پاکستان به ډېر ژر طالبان اسلام اباد ته وغواړي

پاکستاني چارواکي وايي، چي په نژدې راتلونکي کي به دغه هيواد طالبانو ته بلنه ورکړي او په اسلام اباد کي به د افغانستان په هکله خبری اتري ورسره وکړي.

د پاکستان ټريبيون ورځپاڼې دغه خبر د يو پاکستاني چارواکي له قوله خپور کړی دی. خو پاکستان په رسمي ډول په اړوند څه نه دي ويلي.

دا خبر پر داسي مهال خپرېږي چي دوې ورځي وړاندي افغان دولت وويل، چي په دوو اونيو کي به د طالبانو سره افغان حکومت مخامخ خبري پيل کړي، خو وروسته طاالبانو دا خبر رد کړ.

د پاکستان لومړی وزير عمران خان د ټرمپ سره ژمنه کړې ده، چي ډېر ژر به طالبان د افغان دولت سره مخامخ خبرو ته کښېنوي.

طالبانو هم ويلي، چي که پاکستان دوی ته بلنه ورکړي دوی به په اسلام اباد کي د عمران خان او پاکستاني چارواکو سره وويني.