افغانستان، پولیو، او نه ختمیدونکې  روغتیایې مبارزه

Aziz Rahman Hazim | جولای 30th, 2019


لیکوال: پوهنیار ډاکټر محمد عظیم زمریال کاکړ

پولیو ناروغی یو د مهمو خطرناکو ناروغیو څخه ده چی د انسانانو په ځانګړی ډول د ماشومانو ژوند ګواښي او زیاتره وختونه د ماشومانو د دایمی فلج لامل ګرځی. دا حالت نه یواځی د نوموړی شخص او د کورنۍ وضیعت متاثره کوی بلکه  ټولنه او روغتیایی سیستم هم تر بیلابیلو اغیزو لاندی راولۍ.

که څه هم د پولیو د ناروغۍ د مهارولو او د له منځه وړلو هڅی د ۱۹۳۸ میلادی کال کی د امریکا متحده ایالاتو د وخت د ریس جمهور بنجامین فرانکلین لخوا پیل سوی وی، خو په ۱۹۵۲ کی جانس ساک( Jonas Salk)  لخوا د پولیو ضد لمړنۍ واکسین (Inactivated Polio Vaccine  ) کشف شوو او د ستنۍ په مرسته انسانانو ته تطبیق کیده. په ۱۹۶۱ کی د البرټ سیبین (Albert Sabien)له طرفه د پولویو ضد بل ډول واکسین چی د خولې له طرفه تطبیق کیږی((Oral Polio Vaccine کشف سوی دی.

د شته احصایو له مخي په کال ۱۹۸۸ کی د نړي ۱۲۵ هیوادونو کی پولیو ناروغي په اندیمیک ډول موجود وه او په تخمینی ډول په همدی وخت کی د ۳۵۰۰۰۰ د پولیو مثبتی پیښی لیدل سوی وي. د ملکونو د ځانګړې ژمنتیا، ګډو هلو ځلو او سیاسی تعهد له مخی دا ناروغۍ د نړی د نورو ملکونو کی بغیر د افغانستان او پاکستان  څخه اوس په بل هیواد کی مثبته پیښه نه لری.

KABUL, AFGHANISTAN – SEPTEMBER 25: Fawad Rahmani ,11, makes his way home using his crutches and special braces from the ICRC September 25, 2009 in Kabul, Afghanistan. Fawad has had polio since he was 2 years old struggling up the hill to his small home. Health care is one of many problems facing Afghanistan even eight years after a war began to oust theTaliban regime along with billions of dollar in international aid. Afghanistan is still fighting to eradicate polio, one of the few countries still dealing with the disease. Earlier this month UNICEF launched an immunisation campaign targeting 1.2 million children, its aim is to immunise every child under five. (Photo by Paula Bronstein/Getty Images)

په کال ۲۰۱۷ کی د نړی په سطحه د پولیو ۲۲ مثبت واقعات ثبت سوی وه او په افغانستان کی ۱۴ مثبتی پیښی رامنځته  سوی وي، چی د نړی په سطحه ۶۳.۶۳ فیصده جوړوي او ددی جملي څخه د پولیو تر ټولو زیاتی مثبتي پیښی د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالی کی ثبت سوي وی. او په تاسف سره په کال ۲۰۱۸ کی یوځل بیا په نړیواله سطحه نه یواځي چی د پولیو زیاتي (۲۹) پیښی رامنځته سوی، بلکه ډیرۍ ( ۲۱) پیښی په افغانستان کی ثبت سوي دي، او افغانستان کی د پولیو مثبتی پیښی تر مخکنۍ کال زیاتی رامنځته شوی دی . په کال ۲۰۱۹ کی د جولای تر میاشتی هم په نړی کی د پولیو تر ټولو ډیری مثبتی پیښی (۱۰) په افغانستان کی رامنځته سوي دی. په همدی حال کی د روغتیا وزارت د پولیو د ناروغۍ د نورو مثبتو پیښو د رامنځته کیدلو  وړاندوینه هم کړی ده.

دا چی د پولیو ناروغی د محوه کولو مبارزه یوه نړیواله مبارزه ده او په دي لار کی لکونو ډالر هر کال د مرسته کونکو هیوادونو او سازمانونو لخوا افغانستان ته ورکول کیږی نو لازمه ده چی دا مرستې په ښه ډول مدیریت سي او د پولیو د له منځه وړولو اوسنۍ ستراتیژۍ  ته بیا کتنه وسی تر څو په راتلونکو کلونو کی موږ د پولیو د مثبتو پیښو واقعات راکم او په بلاخره یی په له منځه وړلو بریالۍ سو.

څه کول پکار دي:

۱.  د پولیو ناروغیو کی د ټولنۍ د پوهۍ د خپرولو  او زیاتوالۍ لپاره د مناسبو تبلیغاتی وسایلو او نظر د خاوندانو (opinion leader)) انتخاب زیات ارزښت لری. او تر اوسه داسی بریښي چی د پولیو د برخۍ مسولین په دی نه دی توانیدلۍ چی د ولسوالیو په سطحه داسی یوه شبکه رامنځته کړی چی په مکمل ډول د پولیو د محوۍ لپاره اړینه وی. همدارنګه تر اوسه دا ارزونه نده سوی چی داسی کسانو ته چی د پولیو په اړه د معلوماتو د ورکولو وروسته څومره ددوی  فکری تغیر د دوی د سلوک د تغیر لامل هم ګرځی. لازمه ده چی په دی برخه کی د روزل سویو ظرفیتونو د نظریاتو څخه استفاده وسي او داسی یو مودل چی (behavioral factors ) یا سلوکی فکتورونه هم په نظر کی ونیول سی او  د ځا نګړی شخص یا کورنۍ پر ځاي د ټولنیزی برخی د بدلون په اړه موثره ګامونه پورته کړی .

۲. تر اوسه د پولیو د ناروغیو د له منځه وړلو په پروسه کی ډیر وخت د لاسته راوړنو، او د ستونزو او موانعو کریدت په غیر متوازن ډول د ټولنۍ او روغتیایی مسولینو تر منځ ویشل سوی دي. لاسته راوړنۍ ډیر وخت مسولین خپل امتیاز بولې او د واکسیناسیون پروګرام کی د ستونزو او د خنډونو رامنځته کیدل په ټولني پوری اړوند ګڼي. چی دا کار په خپل وار مسولینو ته د تیښتی لار برابروی. او په افغانستان که موږ متوجه سو تل پړه پر ټولنیزو او امنیتی فکتورونو اچول سوی ده او هیڅکله مدیریتی چارو او چارواکو ته چی د واکسین به بخش کی مسول دي  د هغوی نیمګړتیاوی نه دی جوته سوی. همدارنګه په ټولنه کی داسی ذهنیت پیدا کول چی پولیو ته کار د امتیاز په مقابل کی نه بلکه د تعهد او وظیفی په شکل وی. نو لازمه ده چی د پولیو د واکسین د برخي په اوسنیو مسولینو باندی بیا کتنه وسی او دا پوښتنه تری وسی چی د پولیو د زیاتوالی ریښتیني عوامل د شواهدو پر بنسټ په ډاګه کړی. کړی .

۳- ریښتینې سیاسی تعهد ته وده ورکول

په هندوستان کی د پولیو محوه کولو ستراتیژی کی د حکومت برلاسۍ او ژمنتیا دا وښودل چی پولیو په داسی یو ټولنه کی چی بیشمیره نفوس ولری، او د بیلابیل کلتورونو، مذهبونو، نژادونو، د اقتصادی او روغتیایی ناانډولیو لرونکې وی له منځه وړل کیږی. د هندوستان دولت د پولیو د له منځه وړلو لپاره دا پر ځان منلۍ وه چی د نړیوالو مرستو علاوه که د پولیو پروګرام لپاره د بودیجی کموالۍ رامنځته کیږی باید د هندوستان دولت د اړتیا وړ بودیجه ددی پروګرام لپاره پوره کړی او دا کار یی عملی هم کړ. په همدی اساس ویلای سو چی لمړی دا پکار ده چی د روغتیا وزارت د پولیو د پروسی د مرکزی او ولایتی مدیریتی مسولینو دندي په جدی ډول وڅاري، د نوموړی پروسي  تطبیق په ریښتني ډول رهبری کړی ، او د لازمو لارو څخه په استفاده  د افغانستان دولت وهڅوی تر څو د داخلي عوایدو څخه د پولیو د پروګرام د بودیجی زیاته برخه خپله د افغانستان دولت پر غاړه واخلي. بل لور ته هندوستان هر کال کی دوه ځلۍ National Immunization Days  درلودلی چی په دی دوره کی ټول ماشومان کور په کور واکسین کول اما افغانستان کی دا په کال کی څو ځلی عملۍ کیږی. دا حالت خپله کیدای سی چی د Comunity fatigue یا د پولیو د واکسین سره د ټولنی د خلګو دعلاقی د کموالۍ او د زیرمو د نامناسب لګښت لامل سي، او په اوږد مهاله کی امکان لری چی د پولیو واکسین په مقابل د کورنیو مقاومت پراخ کړی.

 څرنګه چی د پولیو ناروغي د محوه کولو هڅو تر بل هروخت زیات د نړیوالو ټولونو پام ځانته را جلب کړی، او نړیواله ټولنه هم په ډیر سخاوتمندانه ډول سره ددی پروسي تخنیکی او مالي ملاتړ کوی نو د افغانستان د روغتیایی چارواکو ته پکار ده تر څو په خپل ابتکار سره د پولیو د نارغۍ د محوه کولو لپاره داسی یو مودل ترتیب او پلۍ کړی چی نه یواځی د پولیو ناروغی د منځه وړلو کی مرسته وکړی بلکه د نورو واکسینونو په تطبیق کی هم موثره واقع سی او تر ټولو مهمه به دا وی چی د نوموړی موډل څخه د نړۍ په نورو برخو کی  د نورو اړینو واکسینونو د تطبیق د کچي  د لوړولو په منظور هم ګټه پورته سی. د لاتینۍ امریکا او کرابیین  هیوادونو چی کومه ابتکاری ستراتیژی رامنځته کړی وه په نړیواله سطحه یی ښه نتیجه ورکړی ده، همدارنګه هندوستان چی کوم ابتکار د پولیو په محوه کی ښکاره کړ او د پولیو د محوه پروسه ته په سیاسی ډول متعهد پاته سو؛ او یا پاکستان چی زموږ ګاونډی هیواد دی د نوي او موثرې ستراتیژی په اساس یی وکولای سول چی په هغه سیمو کی چی هلته وسله والو د پولیو واکسین د تطبیق سره عملا څرګند مخالفت ښودلۍ وو بیا هم واکسین په ښه توګه تطبیق کړ؛ بنا موږ ته هم په کار ده چی د نړیوالو همکارانو په مټ سره پر داسی یو موډل  او په د موجوده تګلارای باندی کار وکړو ترڅو په نړیواله کچه د هغه څخه د واکسینونو په موثره تطبیق کی ګټه واخیستل سي. دا هم اړینه ده چی د افغانستان د روغتیایی سکتور په خپل نوښت سره داسی تګلارۍ رامنځته کړی تر څو په افغانستان کی د شته توپیریونو او وضیعت ته په کتلو سره د پولیو ناروغۍ سره مجادله وکړی. د ولایت او ولسوالی په سطحه د افرادو په ګمارنو کی د مداخلاتو  قطع کول، او د مدیریتی کمزورتیا، او د مالی فساد پر ضد ریښتینې او جدی مبارزه کول نور هغه مهم اړخونه دی چی د پولیو د ناروغي په مهارولو کی د افغانستان د دولت سره زیاته مرسته کولای سي.

د نورو علتونو ترڅنګ، دوه عمده دلیلونه نړواله ټولنه د پولیو د محوي د پروګرام سره مالي او تخنیکي مرستی د ترسره کولو لیوالتیا ته هڅولۍ ده.

پولیو یوه د هغه کمو ناروغیو څخه ده چی په زیات اټکل سره د نړۍ څخه د محوه کیدو په حالت کی ده. تقریبا ۴ لسیزی وړاندي د روغتیا د برخي نړیوالو همکاران په دی توانیدلی وه چی د کوۍ یا Smallpox ناورغۍ له نړی څخه محوه کړي. د کوۍ یا Smallpox اخیرنۍ پیښه په کال ۱۹۷۷ کی لیدل سوی وه. نو ځکه نړیواله ټولنه اوس هم لیواله ده چی د کوۍ یا Smallpox په څیر دا ناروغۍ هم له محوه کړی.

همدارنګه پولیو یوه خطرناکه ساري ناروغ ي ده چی په اسانۍ سره مساعد کس ته بیله جغرافیایی محدودیتونو لیږدول کیداي سی. په همدی اساس نړیواله ټولنه هڅه کوی تر څو په راتلونکی کی د نوموړی ناروغۍ څخه هغه ځایونه او کسان چی تر اوسه په امن کی خوندي وساتي. اوسمهال د پولیو ناروغۍ ۹۹ سلنه په نړیواله کچه له منځه وړل سوی ده.

لیکوال

پوهنیار ډاکټر محمد عظیم زمریال کاکړ

M.Sc. Comparative Effectiveness Research, University of Paris-Descartes

MPH (Health Promotion and Policy), University of Missouri-Columbia; USA

MD, Kandahar University

Copyright Larawbar 2007-2024