کور / هراړخیز / ټاکنې / لومړۍ برخه

ټاکنې / لومړۍ برخه

لیکوال : ډاکټر سید ابوالفضل قاضي

ژباړن : محمدسرور احمدزی

     ټاکنې  دهغوکړنو له مجموعې  څخه عبارت دي، چې  دواکمنانو دغوراوي يادقدرت دتابع کولو په موخه  دڅارونکو دتعين اوټاکلو  لپاره ترسره کيږي ،نوپه دې توګه ټاکنې  په مختلفو طريقو داستازودټاکلو په معنی دي، ياهغه امکان دی ، چې  په وسيله يې  دوګړو اراده دسياسي قدرت  داداره کونکو  په تعين کې  اغيز درلودای  شي .که څه هم له پخوانيو وختونوڅخه راپه دې  خوا دمسؤلينوپه ټاکلوکې  دخلکو دارادې دخيلوالي نښې  نښانې  ترسترگو کيږي، اما بايد ووايو چې  دسياسي واک په اداره کې  دخلکو د ارادې  دخيلوالی  او دټاکنې  فن يوه نوې  پديده گڼل کيږي، تردې  وړاندې  واکمنان په جبري ډول په خلکو تحميل کيدل ،په لڼده توگه  دوراثت اصل دواکمنانو دټاکلو اودقدرت دانتقال اساسي وسیله وه، نه ټاکنه اوغوراوی .

څرنگه چې  دبرتانېې  په سياسي تاريخ کې  لیدل  کيږي ،دنني مفهوم له مخې  دټاکنولومړنۍ بنسټ اواساس په نوموړي هېوادکې  ايښودل شوی .

د اشرافو ، روحانيونو او دځمکې  خاوندانو دتورې  دزور له امله په مطلقه سلطنت کې  بدلون رامنځ ته شواوپه مالي چاروکې   يې  دخپل واک ځينې  برخې  هغوۍ  ته انتقال کړې ، هغه مهال دصنعتي توليداتو ، سوداگرۍ  اوښاري بورژوازۍ  پرمختگ په انگلستان کې  ددې  سبب شو،ترڅو دغه نوی  قدرت ديوې  ټولنيزې  پديدې  په څيرومنل شي .دانگلستان په پارلمان کې  دصنعتي بورژوازۍ  ، سوداګرۍ   او د روڼ اندو  دفکري  استازو له گډون سره موافقه وشوه .

دې  بدلون دلومړي ځل لپاره داستازودگډون موضوع مطرح کړه، په نوموړي هېوادکې  د ټاکنو بنسټ په ساده اولومړني شکل کيښودل شو . له همغه مهاله راپه دې  خوا  ورو ورو دټاکنو لا رو اوطريقو دتکامل شکل غوره کړ او ديو اتفاقې  اوتيريدونکي حالت څخه په اوښتويې  منسجمه اومنظمه بڼه اختيارکړه ، نوپه دې  توګه يې  داکثروهېوادونو په قوانینو کې  ځای  وموند. په وروستي شکل دټاکنو حقوقي اوسياسي منځته راتگ په ولسمې  (١٧) اواتلسمې  (١٨) پيړیو کې  داستازيتوب دنظريې  په منلو ، داستازو  رژيمونو له لوري  دملي حاکميت دنظريې  په رامنځته کيدوسره  ترسره شو، داروپايي انقلابيونوله لوري دخلکو دحاکميت فلسفې  په ردولو ،چې  روسو اوپلو يانويې  وړاندې  کړې  وه، ځای  دملي حاکميت نظريې  ته خالي شو، ځکه بې له کمي اوزياتي څخه دخلکو دحاکميت منل ،دمستقيمې ډيموکراسۍ  لپاره لاره هواروله اوداهغه څه وو، چې  قانون جوړونکواونظريو  ورکوونکوله هغه څخه ډډه کوله .

انقلابيون  ټولو خلکوته دټولنې  دبرخليک له سپارولوسره هم غږي نه وو او ددې  کارپايلې  يې  خطرناکې  گڼلې ،هغوۍ   دټولنې  مصلحت اوښيگڼې    دټاکنو دلارې  په رامنځته شويو روڼ اندو واکمنانوکې  ليدلې .

دغه تفکر دزمانې  له هيلو او ارمانونو سره ډيرسمون درلود ، له بل لوري په عمل کې  په مستقيمې  ډيموکراسۍ  پورې داړونده نظرياتو ترسره کولو ځينې  ستونزې  له ځانه سره لرلې  ، په ځانګړي توگه په لویوهېوادونوکې  دقوانينو دتصويب ، دقضاتو دټاکلو او داجرايي چارواکودټاکلواوغوراوي  لپاره دټولو خلکو غونډيدل غير ممکن بريښيدل .

نوپه دې  توگه څه په عملي اوڅه په نظریاتي  لحاظ غيرمستقيمه ډيموکراسي ډيره دمنلو وړگڼل کيده ،نن ورځ مستقيمه ډيموکراسي دځينو کوچنيو دولتونولکه دسويس کانتونونه اودشمالي امريکا له څو ايالتونوپرته په نوروځايونوکې  نه عملي کيږي اوپه اکثرو هېوادونو کې  دواکمنانو اواستازو ټاکنه دټاکنو له لارې  ترسره کيږي .

دټاکنو اوډيموکراسۍ  مفاهيمو په ننۍ سياسي ژبه کې  ددوه مترادفومفاهيمو شکل غوره کړی  اودواک دلاس ته راوړلو نورې  لارې  لکه وراثت ، انتصاب اوځان ټاکنه لمنځه تللي يايې  فرعي او استثنائي بڼه غوره کړې .

په نني عصرکې  دوه ډوله ټولټاکنې  دځانګړي اهميت لرونکي دي ، يو په جمهوري رژيمونوکې  د دولت درئيس ټاکنه ، اوبل دمقننه مجلس داستازو ټاکنه ،ددې  دوه ډوله ټولټاکنو اهميت دهغوۍ  دځانګړي سياسي رول له مخې  دی .نوپه دې  توگه هرفرد ديو وګړي په څير درايې  ورکولو په وسيله په حقيقت کې  د خپلې  ملي ټولنې  برخليک ټاکي .

په مختلفو کچولکه دکمونونو ، کليو ، ښارونو اوولايتونو په کچه دټولټاکنوترسره کول دسياسي ټولټاکنو ځانګړتياوې  نلري ، لیکن  تريو ځايه ټولنيز اوسياسي اړخ لري .

دلته داستازیتوب نظریې پیژندل مهم بریښي.داستازيتوب نظريه په واقعيت کې  له مدني حقوقو څخه سرچينه اخلي، چي په لاندې  ډول يې  دڅيړنې  لاندې  نيسوو.

دوگړو دقانوني استازې  دارادې  څرگنديدل په حقيقت کې  د شخص دارادې  په څير دحقوقي آثارو لرونکې  ده ،دې  نظريې  د ١٧٨٩ م کال څخه دمخه په عمومي حقوقو کې  ځای  درلود  اما دفرانسې  انقلاب ورته ځانګړی  اهميت ورکړ،نوپه دې  توگه داستازو اطلاق په هغو کسانوکيږي، چې  دکوم شي غوښتنه کوي،نو  هغه غوښتنه به دټول ملت غوښتنه وي  کله چې  پريکړې  کوي ،نوپه پريکړو کې  به دملت غوښتنې  په پام کې  نيسي ،ځکه ددوۍ  غوښتنې  په حقيقت کې  دملت غوښتنې  دي .ملي اراده ددوۍ  په وسيله څرگنديږي ،نوپه دې  توگه استازي که يې  کړنې  قانون جوړول ، دسياسي حاکميت څارل يا دسياسي چارواکو ټاکنه وي، ددويم ځل لپاره ددوۍ  کړنې  دملت له لوري تصويب ته اړتيا نلري .دټولټاکنو کانديد دقوانينو په چوکات کې  آ زاد دی اوهم رايه ورکوونکي دمختلفو کانديدانو څخه  هغه چاته چې  خوښ يې  وي رايه ورکولای  شي .

ارون  داډول ټاکنې  متعار ضيې ټاکنې  اواندره هوريو يې  مبارزه يې  ټاکنې  بولي او ټاکنې  يوازې  په همدې  شرايطوکې  آزادې  اوواقعي گڼي ، پداسي حال کې  چې  په قدرت طلبه هېوادونو کې  دټولټاکنو يوبل ډول دود دی ،چې  پورتنۍ  ځانګړتياوې  نلري . په کمونيستي او ددريمې  نړۍ  په هېوادونوکې  يوازې  يوقانوني گوند وجود لري ،چې  دنورو سياسي ګوندونو اوجريانونو د فعاليتونو مخنيوی کوي .

داچې  موجود گوند دچارو  واګي په لاس کې  لري، نو دټولټاکنو پرمهال دکانديدانو فهرست اعلانوي اورايه ورکوونکي په الزامي توگه اړکيږي ترڅو همدوۍ  ته رايه ورکړي .

يعنې ټولټاکنې  زيات تائيدي اړخ لري ،نه داچې  دمختلفو کانديدانو څخه څوک وټاکل شي ، دپورتني پراخ بحث په پای  کې  هڅه کيږي ،چې په ټولټاکنوپورې  اړونده موضوعات  په دريومبحثونوکې  په  تفصيل سره  وڅيړل شي .

لومړی  مبحث : رايه پيژندنه

هغه حقوقي او تشريفاتي عمل چې  په ترسره کولو ېې  وګړي دقانوني شرايطو او ضوابطو سره سم خپل استازي ټاکي رايه ګڼل کيږي .رايه ورکوونکي ددې  حقوقي اوسياسي عمل په ترسره کولو او داستازو دټاکلو په وسيله دټولنې  دسياسي امورو په اداره کې  برخه اخلي .په دې  اړه په اتلسمې  پيړۍ  کې  دوه متفاوت فکري نظامونه رامنځته شول .يوشمير ېې  رايه ورکونه دافرادو حق ګڼي اويوشمير نورېې  ټولنيز عمل يا دوګړو مکلفيت بولي .نو دډيموکراسۍ  له پيله پدې  اړه دوه فکري نظامونه منځته راغلل ،چې  په لنډو پرګرافونوکې  دمطالعې  لاندې  نيسو :

لومړی  پراګراف : لو مړۍ نظريه :

دغه نظريه دحاکميت دويش  نظرېې  پر بنسټ منځته راغلې . روسواوپيروانو ېې  ددې  نظرېې  کلک ملا تړ کاوه ، که دخلکو حاکميت دوګړو دحاکميت له يو ځای  کيدو څخه منځته راغلی  وي ،نودحاکميت خاوند يعنې  فرد حق لري، چې دحکومت  داداري اوسياسي واک په څارنه اوويش کې  مرسته اوګډون وکړي .

که چيرې  دغه همکاري اومرسته دټاکنو له لارې  منځته راشي ،نوبيا ټول وګړي دراېې  ورکولو حق لري .نوپه دې  توګه دغه حق په هر وګړي پورې ، چې  دحاکميت لرونکی  ګڼل کيږي تړاولري، نو ځکه هيڅوک نشي کولای  ترڅودغه حق له هغوۍ  څخه واخلي .له بل لوري داچې  دراېې  ورکولو حق په فرد پورې  تړاو لري ،نوهغه اختيار لري، چې  ورڅخه ګټه اخلي او که  یې نه اخلي  .

ددې  حق کارول يا ور څخه ډده کول ،دهروگړي مشروع حق گڼل کيږي اوله هغې  څخه استفاده ياعدم استفاده دوگړو په ارادې  پورې  اړه لري .

دويم پراگراف : دويمه نظريه :

دغه نظريه دپخوانۍ  نظريې  پر خلاف دملي حاکميت له تفکر څخه منځته راغلې، ملت ويش نه منونکی  ټولی  دی  اوحاکميت پدې  ټولي يعنې  ملت پورې  اړه لري نه په ښاريانوپورې  چې دملت   جوړونکې  برخې  دي .

که داستازو دټاکلو حق هروگړي ته ورکول شي ،نوددې  حق په شتون کې  افراد ديوعمل ياځانګړي کارپه ترسره کولو سره داستازو او واکمنانو په ټاکلو کې  برخه اخلي .

ملي حاکميت يواصل دی او وگړي په حقيقت کې  ددې  حاکميت جوړونکې  برخې  گڼل کيږي .

بارناو  چې  دملې  حاکميت او دځانګړي کار نظريې  له پلويانوڅخه دی  په ١٧٩١م کال يې  ليکلي وو:  رايه ورکول ديو عمومي کارله ترسره کولو پرته بل څه ندي اوله ټولنې پرته بل هیڅوک له دې حق نه دګټې اخیستلو اجازه نه لری،په هغه صورت کې  چې  دټولنې  گټه پکې  وي ،يو څوک له دې  حق څخه معاف کولای  شي او يو چاته  له هغې  نه داستفادې  وړانديز هم کولای  شي، نوپدې  توگۀ که دټولنې  گټې  يې  غوښتنه وکړي ،کیدلای شي  رايه په الزامي توګه يوټولنيز مکلفيت وگڼل شي  اویا له هغې  نه ډډه کول يعنې  په رايه اچونه  کې  نه گډون ممنوع وگرځول شي  .