کور / راپور / په راولپنډۍ کي د پوځي الوتکي راولېدلو پېښه کي ګڼ پاکستاني پوځيان وژل سوي دي

په راولپنډۍ کي د پوځي الوتکي راولېدلو پېښه کي ګڼ پاکستاني پوځيان وژل سوي دي

نن سهار د راولپنډۍ په موراکولو سيمه کي د پاکستاني پوځ يوه الوتکه رالوېدلې او ګڼ شمېر پوځيان ئې وژلي دي.

پېښه نن سهار هغه مهال رامنځ ته سوه، چي کله پوځي الوتکه په سيمه کي په ګزمه بوخته وه.

د الوتکي پيلوټان د پنځو نورو پوځيانو سره چي په الوتکه کي ورسره ملګري وه وژل سوي دی.

دا چي الوتکه د هستوګني پر کورونو را لوېدلې پکي ځيني عام وګړي هم وژل سوي دي.

 دپېښي نوعيت لا تراوسه مالوم نه دی.