کور / راپور / يوناما: د روان زېږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کي۱۳۶۶ ملکيان وژل سوي دي

يوناما: د روان زېږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کي۱۳۶۶ ملکيان وژل سوي دي

د ملګرو ملتونو د يوناما دفتر د روان زېږديز کال د لومړيو شپږو مياشتو د ملکي تلفاتو راپور نن خپور کړى.

په دې راپور کي راغلي چي په تېرو شپږو مياشتو کي ٣٨١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چي ١٣٦٦ تنه وژل سوي او ٢٤٤٦ تنه نور ټپيان دي.

په راپور کي راغلي، چي دا د تېر کال دلومړيو شپږو مياشتو په پرتله ٢٧ سلنه کمه ده.

يوناما ويلي، چي له دې مرګ ژوبلې څخه يې ٣٨ سلنه وسله وال طالبان، ١١ سلنه داعش، او ٣ سلنه د نورو وسله والو مخالفينو لخوا اوښتې ده.

دغه راز په راپور کي راغلي، چي له دې تلفاتو څخه يې ١٨ سلنه ددولتي ځواکونو ١٢ سلنه د نړيوالو ځواکونو او ٦ سلنه نور ددولت پلوه ځواکونو لخوا اوښتې ده.

طالبانو په يوې تازه خپره سوې اعلاميه کي ويلي چي د يوناما راپور له حقیقت څخه ليري دی او ددوی ډلي ته ئې د ملکي تلفاتو په تړاو غلط ارقام منسوب کړي دي.