کور / سياسي / پاس په باړه کې اوبه ګډې وډې ځینه شینواری لونګینه‎

پاس په باړه کې اوبه ګډې وډې ځینه شینواری لونګینه‎

پاس په باړه کې اوبه ګډې وډې ځینه

شینواری لونګینه

افغان ګل بې ګناه

ليکنه: افتاب عالم

د زمري پنځمه د جمهوري ریاست د ټاکنو کمپاین رسماً پیل شو. که څه هم دغو ټاکنو لپاره څو میاشتې وړاندې ۱۸ کسانو ځانونه نومولي او دفترونه یې پرانستي وو او په دې دفترونو کې تراوسه په سلګونو زره ډالر بهرنۍ پیسې ښکته پورته شوې دي، خو تر دې وروسته کېدای شي نورې بې توله پیسې هم د بهرنیو سفارتونو له خوا ورتوی شي.

 د ټاکنو لپاره پخپله کاندیدان او جګړه غوښتونکې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ خوښ دي، خو نور ټول خلک په یوه غږ سوله غواړي او وايي چې باید ټاکنې دې تر سولې وروسته وشي.

همدا اوس د سولې خبرې روانې دي او طالبانو ویلي چې په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو په شتون کې ټاکنې ورته د منلو وړ نه دي، که نه له دې پرته په ټاکنو کې ګډون کوي او له دې سوله ییزې لارې غواړي چې واک او حکومت ته ورګډ شي. دا خورا مهمه ده، د سولې خبرې څومره چې ژر کېدای شي سوله او اوربند هېواد ته راولي او جګړه پای ته ورسېږي. ځکه همدا اوس کم تر کمه د ورځې د ۱۰۰ نفرو په شاوخوا کې له امنیتي ځواکونو، سل نفره هم له طالبانو او په همدې کچه ملکي تلفات لرو، اوس چې جګړه څومره هم ژر درېږي، نو هومره ورسره د افغانانو ژوند ژغورل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر سولې مخکې د ټاکنو ترسره کېدل به هر څه ګډوډ کړي او د جګړې د دوام په معنا به وي.

تر کوم ځایه چې څرګنده خبره ده، که له ټاکنو وروسته طالبان له امریکې سره هوکړې ته رسېږي او د هوکړې یو شرط له افغان حکومت سره د سولې خبرې دي، که دغه خبرې پیلېږي، نو طالبانو له وړاندې ویلي چې اوسنۍ ټاکنې نه مني او هغه ټاکنې ورته د منلو وړ دي چې بهرني ځواکونه له هېواده وتلي وي، یو منځ مهالي حکومت واګي په لاس کې اخستې وي، په اساسي او ټاکنو قانون کې اړین بدلونونه راولي او ورسره د دوو پورتنیو قانونونو نیمګړتیاوې ورپوره، بیا رڼو ټاکنو له لارې حکومت رامنځته، تر څو ورسره د یوه باثباته نظام پر لور ټولنې ته حرکت ورکړل شي.

که چېرې اوسنۍ ټاکنې ترسره شي، نو د پنځو کلونو لپاره رامنځته شوی حکومت قانوني وخت لري او که چېرې حکومت پښه بنده کړي هيڅوک یې هم لرې کولای نه شي او د پنځو نورو کلونو لپاره سوله شاته غورځي او د خلکو وخت تلف کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې اوسنی نظام په بشپړ ډول له ازماېښته ناکامه راوتلی او د تېرو ‍۱۹ کلونو چارواکي یې ډېری پر فساد روږدي دي، لکه څنګه چې حکمتیار وايي دغه ټول نظام د یوه کس پر وینو هم نه ارزي، نو که د پنځو نورو کلونو لپاره اوږدېږي او جګړه دوام کوي، نو په دې کلونو کې کم تر کمه د ۴۰۰ زره په شاوخوا کې د افغانانو د مړینې سبب کېدای شي.

روښانه خبره ده او ټول ولس په دې پوهېږي چې دا مړی په دې ژړا نه ارزي.

ځکه که افغان ولس د یوه کاندید د واک او یا حکومت لپاره د دومره ډېرو تلفاتو خطر پرځان مني باید په دې وارزي، خو دا په داسې حال کې ده چې یو کاندید هم چمتو نه دی چې ولس ته د دغو خطراتو او تلفاتو د منلو په بدل کې تضمین ورکړي چې پنځه کاله وروسته به هېواد په کوم ځای کې وي او یا لااقل په دې پنځو کلونو کې به یوه ستنه جوړه کړای شي که نه؟

که څه هم چې وايي له بهرامه ښادي حرامه ده، بیا هم افغان ولس له واک سره د کاندیدانو لېوالتیا او حرص له نږدې څاري او کومه تمه ترې نه کوي او هغه کسان چې ځانونه د قومونو او ډموکراسۍ ټېکه داران ګڼي د دې لپاره چې پیروان او باډي ګاردان یې نور پرې ونه غولېږي ورڅخه و دې غواړي چې ایا حاضر دی د سولې لپاره له خپلې کاندیداتورۍ او واکه تېر شي؟

خبره څرګنده ده، هېڅکله به دوی د عامه مصالحو او ګټو لپاره له خپلو شخصي ګټو تېر نه شي، لکه څنګه چې پخوا نه دي تېر شوي او دغه هېواد یې د بربادۍ او فساد کندې ته غورځولی، نو خامخا دوی به د عامه افکارو او غوښتنو په وړاندې درېږي او خلک به مجبورېږي تر څو دوی په زور له خپلې لارې لرې کړي.

له بلې خوا، که طالبان له ټاکنو سره هوکړه ونه لري نو هرو مرو به تر خپل واک لاندې سیمو کې د ټاکنو مخنیوی وکړي او هم به کمپایني غونډې او د رایو ورکولو مرکزونه تر بریدونو لاندې راولي او په دې توګه به ټاکنې بله پلمه وي چې د جګړې تر څنګ له ولسه قرباني واخلي.

که قدرت پالان له ټاکنو او واکه نه تېرېږي نو بهرنیو جګړه پالو کړیو ته به هم زمینه برابره شي چې خپل شتون او جګړې ته دوام ورکړي او خپله هر نادوده او ناکرده د دغه تبجن سیاسي چاپېریال له لارې توجیه کړي.

دغو ټولو څرګندولو ته په کتو، برحاله نظام نه دا چې په ۱۹ کلونو کې ونه کړای شول د هېواد ستونزې هوارې کړي، بلکې پخپله په یوه ستونزه بدل او نښه شوی او د بدلولو سخته اړتیا یې لیدل کېږي.

دلته به د ولس او طالبانو ترمنځ تعامل څه وي؟ ولس وسله او زور نه لري، خو نور هر څه له حکومتدارۍ لپاره لري، طالب بیا وسله او زور لري، خو حکومتدارۍ لپاره پوره کادرونه نه لري، دلته اړتیا رامنځته کېږي چې په دې کار کې ولس او طالبان لاسونه سره یوکړي، د برحاله نظام جرړې له بېخه وباسي او راتلونکی نظام په ګډه