ټاکني – څلورمه برخه
Aziz Rahman Hazim
لیکوال : ډاکټر سید ابوالفضل قاضي
ژباړن : محمدسرور احمدزی
درايې ټولې طريقې اوډولونه چې دنړۍ په مختلفو هيوادونو او ځايونو کې دود دي، په لاندې ډول يې څيړو:
الف – فردي رايه او ټولنيزه رايه :
که درايې حق دفرد په وجود پورې اړه ولري اوهغه وکولای شي، چې داوسيدو اوکار په محل کې يې وکاروي دفردي رايې په نوم ياديږي اما که رايه ورکونکي ته داحق ديوې ټولنيزې يا حرفوي ډلې دغړيتوب له مخې ورکول شوی وي،نوبیا دټولنيزې رايې په نوم ياديږي .
ب – مساوي رايه اوڅوګونې رايه :
دټولووګړو لپاره درايې برابري، ددې ايجاب کوي ،چې رايه ورکونکي ديو ځلې رايې ورکولو حق ولري .
داطريقه دنړۍ په اکثرو هيوادونو کې دود ده ،مساوي رايه ددولتي چارواکو په ټاکلو کې دافرادو له مساوي حقوقو سره ډير سمون خوري اما په يو شمير قوانينو کې ځينو وګړو ته دهغوۍ دځانګړي ټولنيز وضيعت له مخې ديوې رايې پرځای دڅو رايو حق ورکول شوی .
دڅوګونې رايې ښه بيلګه کورنۍ رايه ده، دکورنۍ مشر اجازه لري، چې له خپلې رايې څخه علاوه دخپلوماشومانو په شمير چط قانوني سن ته رسيدلي نه وي رايه ورکړي .
ددې ډول نا برابريو بل شکل د١٩٥١ ز کال څخه دمخه په انګستان کې دودو،ځينو افرادو کولای شول هم دخپل کاردځای دټاکنو په حوزه اوهم دهغه پو هنتون دټاکنو په حوزه کې چې ورڅخه فارغ شوی رايه ورکړي .
که رايه ورکول له حق څخه استفاده کول وبولو، نو په دې ټولنيزکارکې ګډون اختياري بڼه لري ،ځکه موږ نشوکولای په جبري توګه يو څوک له خپل حق څخه استفادې کولوته مجبور کړو .
خلک کولای شي په اختياري توګه په رايه اچونه کې برخه واخلي ياله هغې څخه ډ ډه وکړي، داډول رايه داختياري رايې په نوم ياديږي، اما که په ټاکنو کې ګډون يوځانګړی ټولنيز کار وګڼل شي ،نو په دې صورت کې ممکن رایه ورکول دقانون له مخې اجباري شي ،يو شمير قوانين نوموړی عمل یعنې په ټاکنو کې ګډون اجباري ګڼي .
البته دهغو هيوادونو شمير چې له دې طريقې څخه استفاده کوي، ډير کم دي .
اما هغه قانون جوړونکي چې درايې ورکولو داجباري والي پلويان دي استدلال کوي که چيرې رايه ورکول اختياري ووسي، نو ممکن يو زيات شمير خلک دمختلفو دلايلو له مخې لکه بې علاقې والی، له سياستمدارانوسره مخالفت ياپه سياستوالو باندې دزيات باور له مخې په ټاکنو کې له ګډون څخه ډ ډه وکړي، نو پدې توګه به دهيوادسياسي چارې له ستونزو اوکړکيچ سره مخ شي، داتريش دفدرالي دولت په يوشمير ايالتونو او دسويس کنفدريشن په څو کانتونونو کې په اجباري توګه له رايې ورکولو سره مخ کيږو .
دبلژيک او لوکزامبورک په هېوادونو کې رايه ورکول اجباري بڼه لري اما په هالينډ کې بايد رايه ورکونکي يوازې دټاکنو صندوق ته حاضر شي.
په اجباري توګه رايه ورکول ستونزې رامنځته کوي، ځکه که دنه گډون جزا درنده ووسي، نو دخلکو لپاره دتحمل وړنده اوعامه افکار يې نه مني .هغه هېوادونه چې له دې طريقې څخه استفاده کوي، پدې اړوند يې منځنۍ لاره اختیار کړې، چې له مخې یې هغه څوک چې په ټاکنو کې برخه نه اخلي بايد دولت ته نقدي جريمه ورکړي .
د- وکالتي رايه او مکاتبه يې رايه :
ددې لپاره چې په ټاکنو کې دفساد مخنيوی شوی وي، ډيری کارپوهان پدې باور دي ،چې بايد رايه ورکونکي شخصاً دخپلې رايې پاڼه په صندوق کې واچوي ،ځکه دنورو په وسيله د رايې دحق اعمال په رايه ورکونکي دفشار او په ټاکنو کې دتقلب خطرونه تل له ځانه سره لري ، سره له دې چې دپورتني اصل څخه څوک انکارنه کوي اما ځينې داسې خلک شته چې دټاکنو په ورځ دمختلفو لاملونو لکه تنبلي ، معلوليت اوداسې نورو له مخې بې له وسيلې په ټاکنوکې گډون نشي کولای .
په اجباري توګه ددې ډول اشخاصو گډون له هغوۍ څخه يو شمير يې په ټاکنو کې دبرخې اخيستلو څخه بې برخې کوي، نو له هغو تدابيرو څخه چې درايې حق دلمنځه تللو دمخنيوي لپاره نيول شوي، يويې دوکیل په وسیله درايې له حق نه ګټه اخیستل دي او دويم يې مکاتبه يي رايه ده.
دبيلګې په توګه دفرانسې ، انگلستان اوهالينډ دټاکنو په قوانينوکې وکالتي رايه پيش بيني شوې ، دفرانسې په هېوادکې له وکالتي رايې څخه داستفاده کونکو شميرنسبتاً زيات دی، نظاميان ،په بهر کې فرانسوي کارکونکي، دسوداگریزو کشتيو کارکونکي په لنډه توګه ټول هغه فرانسويان چې دټاکنو پر مهال يې ځای بدلون موندلی وي،په رایه اچونه کې دګډون په موخه دځان لپاره د رايې وکيل ټاکي .
په انګلستان کې يوازې دوسلوالو قواو غړي دوکالتي رايې څخه گټه اخيستلای شي اماپه يوزيات شميرهېوادونو کې دمکاتبه يي رايې ميتود اوطریقه ديولړشرايطو له مخې منل شوې ، په بل عبارت که رايه ورکونکي دځينو لاملونو له مخې ونشي کولای چې په رايه ورکولو کې برخه واخلي ،ددې طريقې په وسيله پدې شرط چې دټاکنو د ورځې دمخه يې قانوني تشريفات ترسره کړي وي کولای شي رايه ورکړي، دالمان په فډرال دولت کې د١٩٥٦ ز کال دقانون له مخې مکاتبه يې رايه جايز گڼل شوې، مکابته یې رایه دیو شمير ځانګړو ډلو لکه نظاميانو ، ډيپلو ماتانو او له هېوادڅخه بهرد مقيمو اشخاصو په برخه کې منل شو ې .
په کلي توګه نن ورځ ټولو دامنلې ،چې درايې دمحتوی ښکاره کيدل دټاکنو آزادي ته زيان اړوي، ځکه درايې دښکاره کيدو په صورت کې ممکن رايه ورکونکي د دولت ياسياسي کړيو دفشار او حتی دسياسي مخالفينو دمقابلې اوغچ اخيستنې له خطر سره مخ شي .
نو په دې توګه په اوسني وخت کې درايې دپټوالي ځانګړتيا درایه ورکونکي دآزادۍ اود ټاکنو دسموالي لپاره تضمين ګڼل کيږي .
اکثره هيوادونه کوشش کو ي، دټاکنو په قوانينواو اجرايي طريقو کې داسې تدابير رامنځته کړي، چې دامکان تربريده دنوموړې ځانګړتيا ساتنه وکړي ، دپټې رايې دطريقې منځته راتگ نن ورځ دټاکنو دآزادۍ په لاره کې مهم گام گڼل کيږي اما په پخوانيو وختونو کې يوشمير پوهانو ، متفکرينو او حقوق دانانو درايې د علني کيدو ملاتړ کاوه ، له هغوۍ څخه يو منتسکو و ،چې دعلني او ښکاره رايې طريقه يې خوښوله، نوموړی پدې آند وو، چې پدې توګه به عادي وګړي دټاکنو په اړه رسمي پريکړې وکړای شي . د فرانسې تندلاري انقلابي اوبسپير علني اوښکاره رايه د وګړو دمدني زړورتيا وسيله گڼله ،د رايې دعلني والي ځانګړتيا دپخواني شوروي اتحادپه لومړنيوقوانينوکې ليدلای شو يعنې انقلابينو به دلاس په اوچتولو خپله رايه څرگندوله .