کور / راپور / سپين بولدک کي چاودني ملکي وګړو ته درنه مرګژوبله اړولې ده

سپين بولدک کي چاودني ملکي وګړو ته درنه مرګژوبله اړولې ده

د کندهار په سپين بولدک ولسوالي کي د ملکي وګړو په ګڼه ګوڼه کي چاودنه سوې چي ۳ تنه ئې شهيدان کړي او ۲۳ تنه نور ئې ژوبل کړي دي.

دغه پېښه نن سهار نهه بجې د سپين بولدک د ګنج بازار سيمه کي سوې ده.

د کندهار امنیه قوماندان مل پاسوال تادین خان د «زمري میاشتې پر۸مه»اشنا راډیو ته وويل، چاودنه هغه مهال وسول کله چي عام خلګ د څارویو په ګنج کي په پېر او پلور باندې بوخت و.

ده زیاته کړه چي په پېښه کي د یوه ماسوم په ګډون ۳ تنه وژل سوي او ۲۳ تنه نور ټپیان دي.

تادین خان وويل:”د پېښي ټول قربانیان ملکي وګړي دي چي ټپیان د سپین بولدک پنځوس بستریزه روغتون ته انتقال سوي دي.”

د سپین بولدک د روغتون ډاکټران وايې چي له پېښې په ور وړل سویو ۲۳ تنو ټپیانو کي د ځينو روغتیايي حالت نازک دی، خو دقیق شمېر يې ونه ښود.

په پېښه کي طالبانو لاس لرل رد کړي دي او دا ئې د افغان دولت کار بللی دی.