کور / راپور / د تهران پخوانی ښاروال په مرګ محکوم سو

د تهران پخوانی ښاروال په مرګ محکوم سو

په ايران کي محکمې د تهران پخوانی ښاروال محمد علي نجفي د قتل په تور په مرګ محکوم کړی دی.

محمدعلي نجفي د روان ۲۰۱۹ کال د مي پر ۲۷ نېټه خپله مېرمن ميترااستاد په کور کي په ډزو ووژل.

نوموړي د نيولو وروسته پر خپل جرم اعتراف کړی دی، خو ويلي ئې دي چي ده د هغې د مرګ اراده نه لرل، فقط په ډزو سره ئې ګواښوله.

د ایران د قضايي ځواک ویاند غلام حسین اسماعیلي وویل چې پخوانی ښاروال نجفي د ” عمدي قتل او د غیر مجوزې وسلې په لرلو” تورن دی او محکمې د قتل سزا ته په کتو هغه په اعدام محکوم کړ.

خو مدافع وکیل یې ویلي دي چي د محکمې پرېکړه ورته د منلو نه ده او ‎ پر ضد به ئې اعتراض وکړي.

ميرااستاد چي د محمدعلي نجفي دوهمه مېرمن وه، د هغې د کورنۍ او نوموړي ترمنځ مخکي هم جنجالونه راپورته سوي وه.