کور / #PTM / د پي ټي ايم فعال ادريس پښتين له زندان څخه راخوشي سو

د پي ټي ايم فعال ادريس پښتين له زندان څخه راخوشي سو

د پښتون ژغورني غورځنګ فعال او د منظور پښتين نژدې ملګری ادريس پښتين تېره ورځ له بند څخه راخوشي سو.

ښاغلی ادريس پښتين چي د هريپور په زندان کي له دوو مياشتو راهيسي بندي وو، ورباندي د جرم هيڅ ثبوت نه وو او پاکستاني رياست فقط په دې تور چي د پي ټي ايم ملاتړی او فعال دی بندي کړی وو.

د نوموړي د ايله کېدو په تړاو د پي ټي ايم ډېرو فعالانو خوښي څرګنده کړې ده او دهغه هرکلی ئې ويلی دی.

ادریس پښتین نژدې دوې میاشتې وړاندې د خېبر پښتونخوا سویلي ښار ډېره اسماعیل خان څخه په هغه مهال نیول سوې وو چي د غورځنگ د مشر منظورپښتین سره په یو موټر کي روان و.

ادريس پښتين د منظور پښتين يو له نژدې ملګرو څخه دی او د غورځنګ د پياوړو فعالانو څخه شمېرل کېږي.

د ادریس او بلال په اړه منظور پښتین ويلی چي دواړه ځوانان ئې د هغو یو څو نژدې ځوانانو ملگرو څخه دي چي لومړی د محسود تحفظ مومنټ په نامه پېل سوي تحریک کي د ده سره مل وو او بیا د پي ټي ایم په جوړېدو کي د هري سختۍ په وخت کي ورسره کلک ولاړ وي.

پي ټي ايم چي په سيمه کي د پښتنو د حقوقو لپاره مبارزه کوي، پاکستانی رياست او د پنجابی پوځ ئې د مبارزې مخه نيسي او په همدې موخه ئې د غورځنګ په لسګونو کسان نيولي او پرته له کوم جرم څخه ئې په زندان کي اچولي دي.

د شمالي او جنوبي وزيرستان استازي علي وزير او محسن داوړ هم د مي د ۲۶ پېښي وروسته د پوځ لخوا ونيول سول او پرته له کوم جرم څخه په زندان کي شپې سبا کوي.

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه پاکستاني پوځ د پي ټي ايم پر کاروان بريد وکړ او ۱۶ تنه ولسي وګړي ئې شهيدان او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.