کوټه کي چاودني د پوليسو په ګډون ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې ده
Aziz Rahman Hazim
پرون ماځېګر د کوټي لياقت بازار ته څېرمه په ميزان چوک کي يوې چاودني د يو پوليس په ګډون ګڼ ملکي وګړي وژلي او زيات شمېر نور ئې ژوبل کړي دي.
چاودنه په ميزان چوک کي د يو موټرسېکل په ذريعه سوې ده چي هدف ئې د پوليسو ګاډی وو.
د کوئټې سېول هسپتال د مړو او زخمیانو لست خپور کړی چي له مخې ئې، د پرون ورځې په چاودنه کي څلور تنه مړه او ٣٢ نور زخمیان سوي دي.
د سېول هسپتال مشر سلیم آبړو ویلي چي په څلورو وژل سویو کسانو کي، یو یې پولیس دی او په زخمیانو کې هم پولیس او عام خلک شامل دي.
سليم آبړو وايي چي په زخميانو کي د څلورو تنو حالت خراب دی.
په دې وروستيو کي په کوټه کي د تشدد پېښي ډېري سوي دي، چي ډېرو ملکي وګړو پکي ژوند له لاسه ورکړی دی.
په دغه پېښو کي تر ډېره د پاکستان اسلامپالي سختدريځي ډلي ښکېلي وي، چي د پاکستان د پوځ او استخباراتو لخوا ئې ملاتړ کېږي.