کور / راپور / راپورونه: د حنيف اتمر او عطامحمد نور ترمنځ د صدارت پر څوکۍ اختلاف رامنځ ته سوی دی

راپورونه: د حنيف اتمر او عطامحمد نور ترمنځ د صدارت پر څوکۍ اختلاف رامنځ ته سوی دی

د سولي او اعتدال ټيم مشر حنيف اتمر ته نژدې سرچېنه وايي، چي ددغه ټېم په غړو کي اختلاف رامنځ ته سوی دی.

دغه سرچينه چي نه غواړي نوم ئې څرګند سي ويلي، چي د ښاغلي اتمر او عطا محمد نور ترمنځ د صدارت چوکۍ پر سر اختلافات راپورته سوي دي.

د سرچينې په خبره عطا محمد نور غواړي چي د دغه ټیم په لومړي انتخاباتي کمپاین کي د اتمر له خوا د صدراعظم په توګه معرفي سي،خو اتمر له دغه کار سره مخالف دی او غواړي چي دغه موضوع یوازې د دغه انتخاباتي ټیم په منشور کي خپره سي.

بل خوا د سولي او اعتدال ټيم وياند قادر شاه هم دغه اختلافات رد کړي دي او ويلي ئې دي چي دا د مخالفينو لخوا د کمپاين يوه برخه ده چي پر رسنيو خپرېږي.

نوموړي ويلي: د سولې او اعتدال په ټیم کې ستونزې نسته، د ټیم لویان او د مشرتابه غړي د هېواد د ملي موضوعاتو او کمپاینونو په اړه یو نظر لري، څرنګه چي فضا کمپایني ده او هر کس په دې اړه نظر لري، موضوع ګانو ته لمن وهي او په ټولنیزو رسنیو او عامه افکارو کې يې مطرح کوي.