کور / تازه خبرونه / په بلخ ولایت کې مخابراتي شبکو خپل فعالیت بیا پیل کړ

په بلخ ولایت کې مخابراتي شبکو خپل فعالیت بیا پیل کړ

په بلخ ولایت کې څلورو مخابراتي شبکو خپل فعالیتونه بیا پیل کړل.
د مخابراتو وزارت سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، د یادې ستونزې په هوارولو کې د امنیت شورا، بلخ ولایت مقام او مخابراتي شبکو له هڅوڅخه د مننې تر څنګ ټینګار کوي، چې مخابراتو وزارت د پالیسي جوړونکې بنسټ په توګه هڅه کوي، څو مخابراتي شبکو ته د فعالیت خوندي او اغېزمنه فضا رامېنځه کړي.


ښاغلی هاشمي ټینګار کوي، که څه هم د مخابراتي ستونزو هوارولو مسوولیت له اترا ادشارې سره دی، خو مخابراتو وزارت هڅه کوي، چې یوه منظم امنیتي مېکانیزم جوړولو له لارې، ټولو خصوصي او دولتي شرکتونو ته د اغېزمنو فعالیتونو منظم بستر جوړ کړي.

د يادوني وړ ده چي په مزارشريف کي لومړی طالبانو د شپې لخوا د شبکو د بندبدلو غوښتنه کړې وه چي ورپسې دولت شپه او ورځ بر ټولو شبکو بنديز ولګاوه چي له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ سول.

کابل پريس کلب