کور / تازه خبرونه / خوست : د مرافعه محمكمې رئيس ووژل شو.

خوست : د مرافعه محمكمې رئيس ووژل شو.

د خوست ولايت د مرافعې محمكمې رئيس ووژل شو


نن ورځ وروسته له غرمې د دوو بجو په شاوخوا د خوست ښار په شپږكيلوميترۍ كې د مرافعې محكمې رئيس شيرګل د نامالومو كسانو لخوا د ټوپك په ډزو سره ووژل شو.


د خوست د والي وياند خيبر پښتون د نوموړي وژنه تائيد كړه او وويل چې په سيمه كې د ملي امنيت او جنايي پوليسو لخوا پلټنې روانې دي خو په اړه يې څوك نه دي نيول شوي.


بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د نوموړي د وژنې پړه په غاړه واخيسته او زياته يې كړه چې نوموړي ځينو سياسي بنديانو  ته د مرګ سزا اورولې وه.