د مشرف واكمني د پارلمان له خطر سره مخ سوه

34 | اگست 7th, 2008



د پاكستان د حاكمو ګوندونو له خوا د ولسمشر پروېز مشرف د ليري كېدو پرېكړه ليك جوړ او پارلمان ته يې لېږلى دئ.
د حاكمو ګوندونو اتحاد وايي ښايي د اګست پر ۱۱-مه چي د مشرف د زوكړي ورځ هم ده، د پاكستان پارلمان پروېز مشرف ته د اعتماد رايه وركړي، چي كه د پارلمان څخه د باور رايو پر وركولو ونه توانېږي له جمهور رياست څخه به ليري سي.
ويل كېږي جنرال مشرف په پارلمان كي د مخالفو ګوندونو له مشرانو، الطاف حسين، چوهدري شجاعت حسين، افتاب شيرپاو او يو نيم نورو مشرانو سره په دې اړه ټلېفوني رابطه نيولې چي ښايي هغوى ورته د ملاتړ ډاډ وركړى وي.
 د مهاجرو د قومي غورځنګ جلا وطني مشر الطاف حسين وايي پاكستان د قاضيانو بيرته برحاله كېدو او د مشرف ليري كېدو ته اړتيا نه لري، بلكي اصلي ستونزي نوري دي چي بايد حل سي.

Copyright Larawbar 2007-2024