کور / #PTM / جنوبي وزيرستان: د پاکستاني پوځ په ايښودل سوي ماين چاودنه کي ۴ ماشومان ژوبل سوي

جنوبي وزيرستان: د پاکستاني پوځ په ايښودل سوي ماين چاودنه کي ۴ ماشومان ژوبل سوي

دجنوبي وزيرستان په مکين سيمه کي د پوځ لخوا ايښودل سوي ماين چاودنه کي څلور ماسومان ژوبل سوي دي.

د ماين چاودني دغه پېښه د جنوبي وزيرستان په مکين سيمه کي هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي يادو ماسومانو په دغه ځای کي لوبي کولې.

دا په مکين کي د يوې اونۍ په ترڅ کي دوهمه د ماين چاودني پېښه ده.

څو ورځي وړاندي هم دلته يو ماين چاودېدلی وو او د يوه سړي پښه ئې غوڅه کړې وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين د مکین د پېښې په اړوند ټويټ کړی او ویلي يې دي پي ټي اېم د اولې ورځې څخه دغه غوښتنه کوي چي ياده علاقه دې د ماينونو څخه پاکه کړی سي خو د دوي په دې غوښتنه سنجيده هڅې نه کيږي.

څلور ورځې وړاندې نوموړي په جنوبي وزيرستان کيد يوې بلې ماين چاؤدنې په غبرګون کيپه ټويټر ویلي وو چي دا په تېرو دوه کلونو کي۱۷۳ ماين چاودنه ده.

هغه ويلي، دوي د ماينونو پاکولو غوښتنه کوي خو رياست لګيا دي د ماينونو په ځای پي ټي اېم لرې کوي.

پاکستاني پوځ په قبائلي سيمو کي په لسګونو زره ماينونه پرته له کوم موجب څخه کرلي دي او په دې سره ئې د زرګونو پښتنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او يا هم پکي ژوبل سوي دي.