کور / اقتصادي / پاکستان اقتصادي کړکېچ: يو لېټر پټرول ۱۱۸ روپيو ته ختلي دي

پاکستان اقتصادي کړکېچ: يو لېټر پټرول ۱۱۸ روپيو ته ختلي دي

په پاکستان کي د تيلو بيه په بېساري کچه لوړه ختلې او خلګ ئې د سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

د پاکستان په سترو ښارونو کي نن د يوه لېټر تېلو بيه ۱۱۷ روپي او ۸۳ پيسې وه، چي دا ددغه هيواد په تاريخ کي د تيلو ترټولو لوړه بيه ده.

همداراز د يو لېټر ډېزلو بيه د ۱۲۶ روپيو څخه ۱۳۲ روپيو ته پورته سوې او همداراز د خاورو تېل هم په يوه لېټر کي پنځه روپۍ لوړ ختلي دي.

پاکستان په دې وروستيو کي د سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او په هيواد کي خلګ د ګرانۍ او لوړو ماليو څخه سر ټکوي.

پاکستان د خپل اولس زيات مالي عوائد په پوځ مصرفوي او خلګ د پوځ د بوديجې بشپړولو لپاره د سخت ژوند څخه ستومانه سوي دي.