کور / راپور / خليلزاد: د طالبانو سره د امريکايي ځواکونو پر وتلو هوکړه نه ده سوې

خليلزاد: د طالبانو سره د امريکايي ځواکونو پر وتلو هوکړه نه ده سوې

د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، چي تراوسه د طالبانو سره د امريکايي ځواکونو د وتلو موافقه نه ده سوې.

نوموړي د طلوع ټلوېزون سره په مرکه کي ويلي، چي د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو په موضوع کي افغان دولت هم مهم رول لري او تر دا مهاله د طالبانو سره په دې هکله کومه موافقه نه ده سوې.

څو ورځي وړاندي د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وويل، چي اولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي د ۲۰۲۰ کال ولسمشريزو ټاکنو وړاندي له افغانستان څخه د امريکايي سرتېرو د وتلو بهير پيل کړي.

دا پر داسي مهال ده چي تېره ورځ طالبانو وويل، چي د قطر په راتلونکې ناسته کي به د امريکايانو سره يوې ممکنه موافقې ته ورسېږي.

قطر کې د طالبانو د مزاکراتي ډلې ویاند سهیل شاهین ويلي، چي دواړو ډلو د یو کال په موده کي ډیر محنت کړی دی او یوه مسوده ئې هم لیکلې ده چې په کې ټولو اهمو موضوعاتو ته پام سوی دی.

ده زیاته کړه چي د طالبانو مذاکرتي ټيم د خپلې برخي کار پوره کړی دی او اوس دا په امریکا پوري اړه لري چي دوي د مذاکراتو عمل د راغونډولو گام لپاره څومره تیار دي.

دا پر داسي مهال ده ‎‎‎‎‎‎‎‎له دې يوه ورځ وړاندي زلمي خليلزاد هم ويلي، چي په کابل کې د نوموړي دا ځلې لیدنې تر ټولو هغو رغنده وې چې ده د خپل ماموریت پر مهال تر سره کړې دي. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، دی دوحې ته روان سوی دی خو یو ځلې به په پاکستان کې هم تم سي او که چېرته طالبانو خپله دنده تر سره کړې وه نو په دوحه کې به هغه هوکړه هم وروستۍ کړې چې تر اوسه یې ورباندې کار کړی دی.

نوموړي دغه راز ویلي، افغانستان او امریکا د سولې برخه کې پر راتلونکو ګامونو هوکړه کړې ده او له طالبانو سره د سولې یو مذاکراتي ټیم هم بشپړ سوی دی. نوموړی په داسې حال کې د کابل دا سفر رغنده بولي چې طالبانو هم په دې وروستیو کې د سیاسیونو په ډله کې د افغان حکومت له حضور سره موافقه کړې ده.