کور / #PTM / د ځوانانو ټولنه: که د اګسټ تر دريمي علي وزير او محسن داوړ خوشي نه سي، پراخ لاريونونه پيلوو

د ځوانانو ټولنه: که د اګسټ تر دريمي علي وزير او محسن داوړ خوشي نه سي، پراخ لاريونونه پيلوو

نن جمعه د اګسټ دوهمه د جنوبي وزيرستان په مرکز ميرامشاه کي  د پي ټي ايم په ملاتړ  زرګونه کسان راغونډېږي، چي د علي وزير او محسن داوړ د خوشي کولو لپاره به احتجاجي لاريون پيل کړي.

دا مظاهره چي د شمالي وزيرستان د ځوانانو د ټولني لخوا جوړه سوې، پکي به د قومي مشرانو ترڅنګ مدني فعالان، ولسي وګړي او ګڼ سياسي مشران هم ګډون کوي.

دا مظاهره پر داسي مهال کېږي چي د اګسټ پر دريمه نېټه به د علي وزير او محسن داوړ د مقدمو اورېدنه کېږي.

تمه وه چي د نوموړو د مقدمو اورېدنه به د جولای پر ۲۵ وسي، خو د جج د رخصتۍ له امله دا اورېدنه ځنډول سوې وه.

دا څووم ځل دی چي د نوموړو د مقدمو اورېدنه ځنډول کېږي.

څېړونکي وايي، چي پاکستانی رياست په يوه اوبله بهانه غواړي د علي وزير او محسن داوړ مقدمې جنجالي کړي او د هغوی د اورېدني کېس وځنډوي.

د جولای پر ۲۵ نېټه چي د دوی د مقدمې اورېدنه ونه سوه، د شمالي وزيرستان د ځوانانو ټولني په ميرامشاه کي د پاکستاني رياست د ظالمانه چلند پر وړاندي مظاهره وکړه.

دغه ټولني ګواښ کړی چي که دواړه پارلېماني استازي د اګست تر درېیمې خوشي نه سول نو پراخي مظاهرې به پیل کړي.

په قامي اسمبلۍ کي د شمالي او جنوبي وزيرستان استازي علي وزير او محسن داوړ د مي مياشتي د ۲۶ د خړ کمر د پېښي وروسته ونيول سول او د ترهګر پوځ لخوا د تشدد کولو وروسته پرته له کوم جرم څخه په زندان کي شپې سبا کوي.

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کي د پاکستان ترهګر پوځ د پي ټي ايم پر کاروان ډزي وکړې او ۱۶ تنه عام وګړي ئې شهيدان کړل او تر ۳۰ زيات نور پکي ژوبل سول.

د پېښي سره هممهاله پوځ په کاروان کي مل دشمالي وزيرستان د خلګو استازی علي وزير ونيوی او سخت تشدد ئې ورباندي وکړ.

د پېښي څو ورځي وروسته محسن داوړ هم ونيول سو او د تشدد وروسته زندان ته ولېږدول سو.

پر دواړو باندي د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه دي، چي تراوسه ورباندي هيڅ ثبوت نسته او څېړونکي د رياست تورونه خندونکي بولي، ځکه چي پوځ خپله په سيمه کي وسلوال ترهګر روزلي دي ، خو د امن غوښتونکو باندي د ترهګرو تورونه پوري کوي.