کور / اقتصادي / ارزګان کې ۳۰۰ کورنيو لپاره ډيزلي بريښنا جوړيږي

ارزګان کې ۳۰۰ کورنيو لپاره ډيزلي بريښنا جوړيږي

مسولين وايي، د ډيزلي بريښنا په مټ به شاخوا ۳ کيلو متره ساحه تر پوښښ لاندې راولي، چې پر مهال به د يادې بريښنا څخه خلک په دوکانونو او کورونو کې استفاده کړي.

دارزګان ولايت د بريښنا امريت مسولين وايي، پلان لري چې په نږدې وخت کې د عامو خلکو لپاره دسولري بریښنا زمينه برابره کړي.

د بريښنا امريت امر عبدالسميع شرافت وايي، د ډيزلي بريښنا قيمتونه يي د پخوا په پرتله ۳۰ فيصده ټيټ کړي دي او نور هم پلان لري، چې د خلکو لپاره د ډيزلي بريښنا قيمتونه ټيټ کړي.

په ورته مهال هغه کسان چې په سيمه کې يې ډيزلي بريښنا فعاله کيږي زياته وي، چې تر دې وړاندې د بریښنا په نه شتون کې له ګڼو ستونزو سره مخ و، خو د يادې بريښنا په فعاله کېدو سره به يې ستونزې حل شي.

دوی له دولت څخه غوښتنه کوي، چې د بريښنا قيمتونه دې ورته ټيټ شي، څو دوی په زياته اندازه بريښنا وکاره وي.

داپه داسي حال کې ده، چې په ارزګان کې اوس مهال د يو کيلو واټ بريښنا قيمت په ۲۸ افغانۍ دی.

په ټولو کې د خلکو غوښتنې له دولت څخه د ډيزلي بريښنا پر ځای د سولري بريښنا د شبکې په فعاله کېدو دي او په وينا یې، چې د سولري بريښنا په فعاله کېدو سره به له يوې خوا د بريښنا قيمونه ټيټ شي او له بل لوري به يې خلک په زياته اندازه ور څخه استفاده وکړي.

خبریال: احسان الله ولسمل