سوله او انتخابات

د لراوبر اداره | اگست 2nd, 2019


جنرال حمدالله نازک

سوله او انتخابات دواړه هغه اساسي اړتياوي دي، چي د افغانانو ژوند، اقتصاد، امنيت او راتلونکي ورپوري تړلي دي.
دا چي سوله راځي په دې کي مو ۳ اړخيزه خير نغښتی دی:
لومړی: د افغانانو ژوند د موقت وخت لپاره په امن کي کېږي.
دوهم: د ملي اردو، پوليسو او امنيتي منسوبينو د قربانۍ مخه نيول کېږي او د مرګژوبلي کچه را کمېږي.
دريم: د عام اولس ژوند پکي تضمينېږي.
خو داسي مالومېږي چي دا هرڅه د موقت وخت لپاره دي، کټ مټ لکه له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۳ کال پوري چي نسبي امنيت وو.
په افغانستان او سيمه کي درويشت تروريستي ګروپونه فعاليت کوي، چي له دې جملې څخه اوس يواځي درې ډلي طالبان، داعش او حقاني ډلي پېژندل سوي دي او پاتي ۱۹ وسلوالي ترهګري ډلي لا پاتي دي.
پاتي سوه د ټاکنو خبره، دا ځل به هم انتخابات د تېرو پارلماني ټاکنو په څېر وي، چي انتخابات مو په انتصاباتو بدل سوه او هماغه خلګ، هماغه کمېسون او هغه أش هغه کاسه پاتي سوه، نو داسي ټاکنو ته به څه هيلي او اميدونه ولرو!؟
موږ سولي او ټاکنو دواړو ته اړتيا لرو، که يو نه وي بل به هم نه وي، خو په داسي حساس وخت کي چي له يوې خوا ظاهراً ددې هيواد سرنوشت او راتلونکی پاکستان ټاکي او له بلي خوا مو د ټاکنو موضوع دداسي کمېسون په لاس کي وي چي ډېر باور ورباندي نه کېږي، نو فکر کيږي چي په دواړو حالاتو کي به دا هيواد او افغانان بهرنيانو ته ور ټېل وهل کېږي.
اوس څوک د سولي دفاع کوي او څوک بيا د ټاکنو غوښتنه کوي، خو زما لپاره دواړه د تشويش وړ دي.
هر يو ځان د ستايني او برياليتوب د کريډيټ مستحق بولي، طالب وايي امريکا مي ماته کړه او نور بيا وايي چي نړيوالي تروريستي ډلي يې پر ګونډو کړې اوس هر يو ځان قهرمان ګڼي.
دا به په کوم مذهب او قانون کي وي، چي مړه به هم موږ يو او غازيان به هم موږ يو، قهرمانان به هم يو.
په دې لوبه کي به بدبختان داسي خلک قهرمانان ونومول سي چي سوله ئې يوه پروژه کړه او انتخابات ئې بله پروژه کړه ، د ټولو چارو صلاحيت ئې خپلو مزدورانو ته ورکړ او دوی د خير پر غونډۍ ورته کښېناستل، څوک ئې نوم هم نه اخلي.
د جنوبي اسيا هيوادونه لکه د کتار هګۍ يو يو سره جنګوي.
دلته موږ په هره کچه که په کور دننه وي او يا هم د سيمي د هيوادونو په کچه يو پر بل تعرضونه کوو او يو د بل په راچپه کولو خوشالي کوو خو دا يوه لوبه هم زموږ په خير نه ده.
ددې لوبي سرتناو د انګرېز په لاس کي دی، ترڅو چي د انګرېز سره د روانو چارو په هکله خبري ونه سي او د هغوی سره جوړه ونه سي پر افغانانو د ارامۍ ګوله حرامه ده.
اوس په دې حساس وخت کي بايد فکر وکړو چي زموږ لپاره دوې د حل لاري دي:
لومړۍ، خپل منځي اختلافات له منځه وړل او دوهم د انګرېز سره مخامخ سپينه خبره کول، چي نور په افغانستان کي دوی څه غواړي او ترڅو پوري به مو د طالب، داعش، توپکسالار، محلي پوليس، ولسي پاڅون يا خيزش مردمي، ملي پيوستون او نورو نومونو انجينر او عالم راوژني!؟
که موږ ددې وژنو هدف ونه پېژنو هيڅکله به خير ونه وينو او نه به د خير تمه ولرو.
زما دنن ورځي د خبرو اغېز به دوې تر دريو مياشتو پوري څرګند سي. زموږ تاريخونه خپلي پايلوچۍ، سرټمبګۍ او بېځايه غرور را خراب کړي دي، ګټي نور کوي زور ئې سل کاله زموږ تر خلګو خېژي.
نور دي يا خدای موږ هوښياران کړي او يا دي خدای د انګرېز پر زړه د رحم اوبه ورتېري کړي چي نور ئې پر دې بدبخته قوم زړه وسوځي او يا به ئې غيبي زموږ ازار ووهي چي زورور ئې تر سترګو کمزوری ورسي او د هغه سره ښکېل سي.
اوس پر دوی امرېکا برلاسې ده، خو انګرېز چي کوم دامونه امريکا ته جوړ کړي دي او غواړي چي له همدې لاري بېرته په نړۍ کي خپله امپراتوري لاس ته راوړي دا خوب به ئې رشتيا نه سي خو موږ به ددې دامونو په مصرف کي شمار سو.
خو ددې هر څه سره سره افغانستان د نړۍ قبرستان دی او يو وخت به قبر کېدونکی هم په قبر کي لوېږي ان شاء الله.

Copyright Larawbar 2007-2024