کور / #PTM / پوځ تشدد کړی، په واڼه کي يې تر دوو سوو احتجاج کوونکي نيولي دي

پوځ تشدد کړی، په واڼه کي يې تر دوو سوو احتجاج کوونکي نيولي دي

پوځ يوار بيا په وزيرستان کي پر احتجاج کوونکو تشدد کړی او د لومړنيو مالوماتو له مخي تر 200 د پښتون ژغورني کسان يې نيولي دي چي د يوه کس د مرګ خبره هم کيږي.

نن په ګڼ شمېر کي د وزيرستان اوسيدونکو محکومو پښتنو په واڼه کي د علي وزير او محسن داوړ، عالمزيب مسيد، حنيف پښتين او د پي ټي ايم  د نورو ټولو  زنداني سوو غړو د بيګناه نيول کيدو پر ضد پراخ لاريون وکړ.

دا چي پوځ فکر نه کاوه  په دومره لوی شمير  خلک دي راووځي او يوه بريالۍ جلسه دي وکړي نو يې د يو زيات شمير کسانو په نيولو لاس پوري کړ.

 پوځ د مي مياشتي د ۲۶ نېټې وروسته په شمالي او جنوبي وزيرستان کي د خلګو ژوند او ورځنيو چارو ته ډېر خنډونه ايجاد کړي دي او څوک نه پرېږدي چي د خپلو حقونو  د دفاع ږغ پورته کړي.

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه ترهګر پوځ د پي ټي ايم پر کاروان ډزي وکړې چي پکي ۱۶ کسان ئې شهيدان کړل او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

ددې پېښي سره هممهاله پوځ علي وزير او محسن داوړ ونيول او د سخت تشدد وروسته ئې په زندان کي واچول.

د همدوی او د پي ټي ايم د نورو غړو د بندي کېدو په غبرګون کي نن جمعه د اګسټ دوهمه د جنوبي وزيرستان په مرکز ميرامشاه کي  د پي ټي ايم په ملاتړ  زرګونه کسان را غونډ سول، چي د علي وزير او محسن داوړ د خوشي کولو لپاره به احتجاجي لاريون پيل کړي.

دا مظاهره چي د شمالي وزيرستان د ځوانانو د ټولني لخوا جوړه سوې، پکي به د قومي مشرانو ترڅنګ مدني فعالان، ولسي وګړي او ګڼ سياسي مشران هم ګډون کوي.

دا مظاهره پر داسي مهال کېږي چي د اګسټ پر دريمه نېټه به د علي وزير او محسن داوړ د مقدمو اورېدنه کېږي.

تمه وه چي د نوموړو د مقدمو اورېدنه به د جولای پر ۲۵ وسي، خو د جج د رخصتۍ له امله دا اورېدنه ځنډول سوې وه.

دا څووم ځل دی چي د نوموړو د مقدمو اورېدنه ځنډول کېږي.

څېړونکي وايي، چي پاکستانی رياست په يوه اوبله بهانه غواړي د علي وزير او محسن داوړ مقدمې جنجالي کړي او د هغوی د اورېدني کېس وځنډوي.

د جولای پر ۲۵ نېټه چي د دوی د مقدمې اورېدنه ونه سوه، د شمالي وزيرستان د ځوانانو ټولني په ميرامشاه کي د پاکستاني رياست د ظالمانه چلند پر وړاندي مظاهره وکړه.

دغه ټولني ګواښ کړی چي که دواړه پارلېماني استازي د اګست تر درېیمې خوشي نه سول نو پراخي مظاهرې به پیل کړي.

په قامي اسمبلۍ کي د شمالي او جنوبي وزيرستان استازي علي وزير او محسن داوړ د مي مياشتي د ۲۶ د خړ کمر د پېښي وروسته ونيول سول او د ترهګر پوځ لخوا د تشدد کولو وروسته پرته له کوم جرم څخه په زندان کي شپې سبا کوي.

پر علي وزير او محسن داوړ دواړو باندي د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه دي، چي تراوسه ورباندي هيڅ ثبوت نسته او څېړونکي د رياست تورونه خندونکي بولي، ځکه چي پوځ خپله په سيمه کي وسلوال ترهګر روزلي دي ، خو د امن غوښتونکو باندي د ترهګرو تورونه پوري کوي.