کور / راپور / خليلزاد: پاکستان او افغانستان دي د يو بل پرضد دخاوري نه کارولو تضمين ورکړي

خليلزاد: پاکستان او افغانستان دي د يو بل پرضد دخاوري نه کارولو تضمين ورکړي

د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړی استازي زلمی خليلزاد وايي، چي افغانستان او پاکستان بايد ددې تضمين ورکړي چي خاوره ئې يو دبل پر ضد نه کارول کېږي.

نوموړي دا څرګندوني وروسته له هغه کړي چي د افغان سولي په تړاو ئې د خبرو اترو لپاره د پاکستاني چارواکو سره کتلي دي.

نوموړي د پاکستان د لومړي وزير عمران خان او قمر باجوه ترڅنګ د نورو مشرانو سره هم کتلي دي.

خليلزاد په خپل تازه ټويټ کي ويلي: “سوله د افغانستان او پاکستان له لورې ضمانت کولو ته اړتیا لري چي د هیڅ یو هیواد خاوره به د بل د ګواښولو لپاره نه کارول کیږي. دغه تضمین د یو هر اړخیز بین الافغاني توافق سربیره، سیمه ایزو اقتصادي همکاریو زیاتولو او پرمختیا ته لاره برابروي”.

نوموړي پر داسي مهال دا څرکندوني کړي چي له يوې خوا امريکا د طالبانو سره احتمالي هوکړي ته رسېدونکې ده او له بلي خوا پاکستان باندي د افغان دولت او نړيوالو فشارونه زيات سوي چي ترهګرو ته پناه ځايونه ورنه کړي.

پاکستان د ترهګرو ډلو او وسلوالو د روزلو زرګونه کمپونه لري او د افغانستان د جګړې لپاره د وسلوالو ډلو مالي او فزيکي ملاتړ کوي.