کور / #PTM / په واڼه او ميرانشاه کي زرګونو کسانو د علي وزير او محسن داوړ د خوشي کولو لپاره مظاهرې کړي

په واڼه او ميرانشاه کي زرګونو کسانو د علي وزير او محسن داوړ د خوشي کولو لپاره مظاهرې کړي

تېره ورځ  په واڼه او ميرانشاه کي د پي ټي ايم په ملاتړ په زرګونو کسان راغونډ سوي وه د او په قامي اسمبلۍ کي د خپلو استازو علي وزير او محسن داوړ د خوسي کولو غوښتنه کول.

د جنوبي وزيرستان څخه محسن داوړ او د شمالي وزيرستان د خلګو استازی علي وزير د پاکستاني ترهګر پوځ لخوا د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه د خړ کمر د پېښي سره هممهال ونيول سول او د سخت تشدد سره په زندان کي شپې سبا کوي.

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه پاکستاني پوځ د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کي د پي ټي ايم پر کاروان بريد وکړ او په ډزو ئې ۱۶ تنه په شهادت ورسول او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

تېره ورځ په واڼه او ميرانشاه کي په زرګونو کسان د همدې لپاره راټول سوي وه، چي علي وزير او محسن داوړ دي له زندان څخه راخوسي سي.

دوي غوښتنې کولې جي د دوي منتخب ممبران دې خوسي سي ځکه جي د دوي په وېنا دا يواځې دوه کسان نه دي بندیوان کړی سوي بلکي د وزيرستان د ټولو خلکو رايو ته سپکاوی دی او د دوي په حقونو ډاکه اچول سوې ده.

دوي په لاسونو کي بېنرې پورته کړې جي پرې داسې شعارونه ليکل سوي علي وزير او محسن داوړ دې خوسي کړی سي، دوي دغه ډول تودې نعرې هم وهلې.

په شمالي وزيرستان کي احتجاج کوونکي د سيمې په مرکز ميران شاه کي راټول سوي او دغلته يې احتجاجي مظاهره کړې جي پکي وېناګانې هم سوي دي.

يو وينا کوونکي جمال داوړ وويل دا پرامنه مظاهره ده دوي خپل ائيني حقونه غواړي، بې ګناه خلک دې نه بنديوان کېږي او په سيمه کي دې د بدامنۍ مخه ونيول سي ترڅو خلګ په امن کي ژوند وکړي.

 مظاهرې ته په وېنا کي ځينو کسانو داسې نيوکي هم وکړې جي سيمې ته بيا وسله وال طالبان ورګډ کړی سوي د دوي مخه دې ونيول سي او سيمه دې د وران کارۍ څخه وژغورل سي.

خو بل خوا پوځ او پوليسو د يادو غونډو د ګډوډولو لپاره په سلګونو کسان نيولي هم دي.

دا چي پوځ فکر نه کاوه  په دومره لوی شمير  خلک دي راووځي او يوه بريالۍ جلسه دي وکړي نو يې د يو زيات شمير کسانو په نيولو لاس پوري کړ.