کور / راپور / ټرمپ يوځل بيا د افغان جګړې ګټلو او ملينونو انسانانو د وژلو خبره کړې ده

ټرمپ يوځل بيا د افغان جګړې ګټلو او ملينونو انسانانو د وژلو خبره کړې ده

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ يوځل بيا ويلي، چي دوی په څو وروځو کي په افغانستان کي جګړه ګټلای سي، خو نه غواړي چي په مليونونه کسان ووژل سي.

نوموړي دا څرګندوني تېره ورځ په سپينه ماڼۍ کي خبريالانو ته کړي دي. او ويلي ئې دي چي د سولي په هکله ئې هم پرمختګ کړی دی.

ټرمپ تېره ورځ وويل: “موږ پر مختګ کړی دی او خبري دوام لري”.

نوموړي وويل: په افغانستان کې امریکايي ځواکونه “په دوو، دریو، څلورو ورځو کي جنګ ګټلای سي خو زه نه غواړم چي ١٠ مېلینه خلک ووژل سي.”

تېره مياشت هم نوموړي په سپينه ماڼۍ کي د پاکستان د لومړي وزير عمران خان سره د ليدني پر مهال ويلي وه چي موږ کولای سو په ۷ ورځو کي د افغانستان جګړه وګټو خو دا به د لس مليونو انسانانو په وژلو تمامه سي.

د ټرمپ د يادو څرګندونو وروسته افغانستان سخت غبرګون وښودی او د ټرمپ د غیر مسؤولانه څرګندونو په هکله ئې سپيناوی وغوښتی.

بل خوا په کور دننه امريکا کي هم په لوی شمير سناتورانو او سياسيونو د ټرمپ څرګندوني احمقانه وګڼلې او نوموړی ئې يو غير ثابت شخصيت وبلی.