کور / راپور / امريکا له افغانستان څخه زرګونه سرتېري باسي

امريکا له افغانستان څخه زرګونه سرتېري باسي

نړيوالو خبري رسنيو راپورونه خپاره کړي چي امريکا په نژدې راتلونکي کي له افغانستان څخه د زرګونو سرتېرو د ايستلو تکل لري.

واشنګټن پوسټ، سي اېن اېن او د جرمني خبري اژانس د باوري سرچينو په حواله ويلي، چي امريکا به په نژدې راتلونکي کي له افغانستان څخه ۶۰۰۰ سرتېري وباسي او په مقابل کي به ئې طالبان اوربند او د افغان دولت سره مخامخ خبرو کولو ته چمتو کړي.

طالبانو تر دا مهاله د افغان دولت سره د مخامخ خبرو اترو څخه په کلکه انکار کړی دی.

نړيوالو خبري رسنيو خبر ورکړی چي چې د سولې له موافقې سره سم به په افغانستان کي د امریکايي سرتېرو شمېر به له اوسني ۱۴،۰۰۰ څخه د ۸،۰۰۰ او ۹،۰۰۰ ترمنځ شمېر ته ورښکته سي.

دا پر داسي مهال ده چي نن شنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کي د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د اتم پړاو خبري پيلېږي، چي امريکايانو او طالبانو دواړو د پرمختګ هيلي ښوودلي او تمه ده چي دواړه لوري به يوې موافقې ته ورسېږي.