کور / راپور / هند: پر “امرنات” عبادتځي د بريد پلان د پاکستان پوځ چمتو کړی وو

هند: پر “امرنات” عبادتځي د بريد پلان د پاکستان پوځ چمتو کړی وو

هندي چارواکي وايي، چي په کشمير کي ئې د هندوانو پر سپېڅلي عبادتځی   امرنات  د بريد پلان شنډ کړی دی.

د چارواکو په وينا، په يو بيک کي ئې داسي ماينونه نيولي دي، چي د پاکستان نښان ورباندي له ورايه ښکاري او دا څرګندوي چي د پاکستان د پوځ په اشاره د هندوانو پر عبادتځي  د بريد لپاره کارول کيدل.

امرنات عبادتځی چي د هندوانو لپاره ډېر سپېڅلی ځای دی په هندي کشمير کي موقعيت لري او هره ورځ په زرګونو کسان د عبادت لپاره هلته ورځي.

تېره ورځ د هند پوځ خلګو ته امر وکړ چي عبادتځي ته ولاړ نه سي او کوم کسان چي وار له مخي هلته تللي وو، هغوی ته ئې امر وکړ چي کورونو ته ستانه سي.

د هند پوځ وايي، چي دا کار ئې د امنيتي خونديتوب په خاطر کړی دی.

هندي چارواکي وايي چي وسله والو کسانو پلان جوړ کړی و چي د امرنات په غار کي چي د هندوانو لپاره ډېر سپېځلی ځای دی او هر کال زرګونه هندوان د عبادت لپاره ورځي، چاودنه وکړي.

د هند د پوځ یوه جنرال پرون په سرینګر کي خبریالانو ته وویل: پر ماینونو د پاکستاني فابریکو نښان په وضاحت دا څرګندوي چي د پاکستان پوځ په کشمیر کي په ترورېزم کي لاس لري.

د روان میلادي کال د فبرورۍ په څوارلسمه په هندي کشمیر کي د هند د پولیسو پر یوه موټر چاودنه وسوه چي له ۴۰ زیات هندي ملېشه پولیس په کي ووژل سول چي له هغه وروسته د هند او پاکستان ترمنځ کړکيچ لا زیات سو.

ددغه بريد پړه پاکستان ميشتي ترهګري ډلي جيش محمد پر غاړه واخيستل.

د يادي پېښي وروسته هندي جنګي الوتکو د پاکستان په دننه کي د جيش محمد ډلي مرکزونه بمبار کړل او په ددغه ډلي په لسګونو ترهګر ئې ووژل.