کور / علمي / زما ژوند جداوجهد / د خان عبدالغفارخان ژوندليک – ۱۰۴ برخه

زما ژوند جداوجهد / د خان عبدالغفارخان ژوندليک – ۱۰۴ برخه

۱۰۴
تر څو پښتنو ایماندار، مخلص او دیانتدار خلک نه وي پیدا کړي نه دا هیواد ازادیږي او نه دا قوم. بیا د ټاکنو وخت راغی. زه د ټاکنو مخالف نه یم. کنه تاسي وګورئ ایا دا زموږ د قومي پرېکړو تګلار خپله رایه اچونه او جمهوریت نه دی؟ ایا دا مو په سرښندنو نه دی ګټلی؟ زه صرف دا ویل غواړم چي خپل قام باید د رایي اچوني په مانا وپوهول سي. د دوی باید په دې سر ورخلاص کړل سي چي یوه مستحق کس ته باید رایه ورکړي. زما په نظر کوم څوک چي په پیسو رایه خرڅوي او یا یې د خپلوۍ و بلي رشتې په وجه ورکوي، باید د رایي اچوني حق ځني واخیستل سي.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۱۰۵
زه به چي په کومه غونډه کي ناست وم او چا به د بل ګوند په کوم غړي یا مشر پسي بده خبر وکړه، نو ما به سملاسي کښېناوه او سر به مي ورخلاص کړ. ورته وبه مي ویل چي ګوره ته خدايي خدمتګار یې، ته د بل ګوند په غړو پسي د بدو خبرو کولو حق نه لرې. که غواړې چي خلکو ته وږغېږې، نو د خپل ګوند او ډلي صفت ورته وکړه. زموږ همدا اصول ول.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۱۰۶
وارده کي د کانګرس غونډه وه. په هغې کي د ګډون لپاره ممبيي ته ولاړم. هلته د انجنیر سعدالله خان کره دېره سوم. یونس جان هم همدلته زما سره وو. د ده بیا له جناح سره زیاته راشه درشه وه. زه پوهېدم چي خامخا یې راخبروي. له همدې وجي به مي هر سهار په ټینګار سره ورته ویل چي دا کار ونکړي. ده راته ویل چي جناح همېشه وايي چي پر ما ډېر بد او رزیل کسان راټول دی، که د غفار خان غوندي یو سړی راسره ملګری وای، ما به ډېر لوی-لوی کارونه کړي ول. یونس جان زما له تاکید سره-سره جناح راخبر کړ. هغه ورته وویل چي غفار خان ته ووایه پر چایو مي مېلمه یې. دا چي زه باید هغه شپه واردې ته روان سوی وای، نو ورتللای نسوای، له همدې امله مي ټلیفون وروکړ مننه مي ځني وکړه او بخښنه مي ځني وغوښته. ما ته مسلم لیګ د انګرېزانو د لاس اله ښکارېده. په هیڅ وجه مي نه غوښتل چي سیوری یې راباندي وسي.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان