کور / راپور / ولسي وګړي: د سولي پټي خبري د زغم وړ نه دي

ولسي وګړي: د سولي پټي خبري د زغم وړ نه دي

د کابل د ۱۴ ولسواليو مشران وايي، د سولي خبري دي علني وي او ولسونه بايد د سولي په ټولو ناستو کي ګډون ولري.
نن د کابل په قره باغ ولسوالۍ کي راټولو سوو کسانو جدي غوښتنه وکړه چي بايد ژر تر ژره اوربند وسي.
په غونډه کي مشرانو د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه د ويني نه تويولو غوښتنه وکړه.
په غونډه کي د سولي د پروسې پر ګړنديتوب، د ويني تويولو جدي مخنيوی او د جګړې په وړاندي د ولسونو پر پاڅون خبري وسوې.
د سولي ولسي حرکت مشر اقبال خيبر وويل، د ولسونو ږغ د سولي خبري نړيوالي کړې، اړتيا ده چي ولسونو د رښتني سولي له پاره ږغ اوچت کړي.
د ښاغلي خيبر په وينا، که چېري ولسونه د جګړې د ښکېلو اړخونو خبرو ته په تمه و اوسي، نه يوازي دا چي ويني به همداسي رواني وي، بلکي د خبرو پړاوونه به لوړ شمېر ته رسېدلي وي.
د غونډي په پای کي اوسېدونکي د قره باغ بازار ته راووتل او “جنګ بس دئ، موږ سوله غواړو، اوربند غواړو “شعارونه ورکړه.

راپور: بسم الله وطندوست